BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:28 گرينويچ 2006 ,21 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انځوريز رپوټ:د افغانستان نوي منل شوي وزيران
د ١٣٨٥ کال د وري په ٣٠ نېټه ( د ٢٠٠٦ د اپريل ٢٠ ) د افغانستان ولسي جرگې د پټو رايو په مټ د ولسمشر حامد کرزي له خوا ٢٥ نومول شويو وزيرانو ته رايه ورکړه چې پکې يې ٢٠ کسه ومنل او پنځه نور يې رد کړل .د برياليو وزيرانو په باب انځوريز رپوټ لرو :

رنگين دادفر سپنتا ، د بهرنيو چارو وزير له ولسي جرگې ١٥٠ رايې ترلاسه کړې او ٧٥ کسانو يې مخالفت وکړ، ښاغلى سپنتا له تيرو څو مياشتو څخه د ولسمشر کرزي د بهرنيو چارو سلاکار و

ستر جنرال رحيم وردگ ، د دفاع وزير ،له ولسي جرگې ١٦٦رايې وگټلې خو ٦٢ کسانو يې مخالفت وکړ، ښاغلى وردگ څو کاله وړاندې د دفاع وزارت لومړى مرستيال وټاکل شو خو په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د دفاع وزير ونومول شو

ضرار احمد مقبل ، د کورنيو چارو وزير ، د ولسي جرگې ١٨٥ غړو رايه ورکړه خو ٥١ کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلي مقبل د علي احمد جلالي له استعفى وروسته د کورنيو چارو د سرپرست وزير په توگه کار کاوۀ. دى د ښاغلي جلالي مرستيال و

ډاکټر انوارالحق احدي ، د ماليې وزير ، په ولسي جرگه کې ١٦٨ رايې ترلاسه کړې خو ٦٦کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلى احدي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته د افغانستان بانک عمومي ريس و او د ډاکټر اشرف غني له ليرې کيدو وروسته د ماليې د وزير په توگه ټاکل شوى دى

سرور دانش ، د عدليې وزير د ولسي جرگې ١٦٦غړو رايه ورکړه خو ٦٣ ولسي استازيو يې مخالفت وکړ ، ښاغلى دانش په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ له ټاکنو راهيسته د عدليې د وزير په توگه کار کوي

حنيف اتمر ، د ښوونې و روزنې وزير په ولسي جرگه کې د ١٨٥ غړيو رايه ترلاسه کړه ٤٧ کسانو د دوى خلاف رايه وکاروله . ښاغلى اتمر د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته د کليو د پراختيا د وزير په توگه فعاله و

اعظم دادفر ، د لوړو زدکړو وزير ، د ولسي جرگې ١٤٦ غړو رايه ورکړه خو ٨١ کسانو يې مخالفت وکړ . په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته ښاغلى دادفر د کډوالو د وزير په توگه فعاله و خو په نوې کابينه کې د لوړو زدکړو وزارت وروسپارل شو

اسماعيل خان ، د اوبو او برېښنا وزير د ولسي جرگې ١٣٣ غړيو رايه ورکړه خو ٩٠کسانو ورسره مخالفت وښود . ښاغلى اسماعيل خان د طالبانو له نسکوريدو راهيسته تر ډيره د هرات والي و خو د ولسمشرۍ تر ټاکنو لږ وړاندې د اوبو او برېښنا د وزير په توگه وټاکل شو چې په همدې دنده تر اوسه هم پاتې شوى دى

نعمت الله شهراني ، د حج او اوقافو وزير له ولسي جرگې ١٤٥ رايې ترلاسه کړې خو ٨٤ ولسي استازيو يې مخالفت وکړ . ښاغلى شهراني پخوا د ولسمشر کرزي د يوۀ مرستيال په توگه کار کاوۀ خو په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د حج او اوقافو د وزير په توگه فعاليت پيل کړ

سهراب علي صفري ، د فوايد عامې وزير له ولسي جرگې ١٣٣ رايې ترلاسه کړې خو ٩٦ کسانو يې مخالفت وکړ . په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته په همدغه دنده وگمارل شو

ډاکټر فاطمي ، د روغتيا وزير په ولسي جرگه کې تر ټولو ډيرې رايې ٢١٧ ترلاسه کړې او يوازې ٢٤کسانو ورسره مخالفت وښوود . ښاغلى فاطمي په ١٩٩٠ مو کلونو کې د مجاهدينو په جلاوطنه حکومت کې هم د روغتيا د وزير په توگه کار کاوۀ . دى په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د روغتيا د وزير په توگه وټاکل شول

عبيدالله رامين ، د کرهڼې او اوبه خور وزير په ولسي جرگه کې ١٧٥ رايې ترلاسه کړې خو ٥٨ کسانو يې مخالفت وکړ . د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ښاغلى رامين د مخابراتو په وزارت کې چارواکى و خو په تيرو دوو کلونو کې د کرهنې او اوبه خور د وزير په توگه بوخت دى

اميرزى سنگين ،د مخابراتو وزير له ولسي جرگې ١٢٠ رايې ترلاسه کړې خو ١٠٨ کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلي سنگين له اصولو سره سم په سلو کې ٥٠ رايې نه دي ترلاسه کړي خو په ولسي جرگه کې پريکړه وشوه چې ممتنع رايې ونه گڼل شي په دې ډول تر بحثونو وروسته د اوس لپاره د مخابراتو د وزير په توگه منل شوى دى

نور محمد قرقين ، د شهيدانو او معيوبينو او ټولنيزو چارو وزير له ولسي جرگې ١٩٤ رايې ترلاسه کړې او ٤١ کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلى قرقين د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت د ولسمشر کرزي د منډو ترړو مشري په غاړه لرله او تر هغه وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزير و . د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته ښاغلى قرقين د ښوونې او روزنې د وزير په توگه وگمارل شو خو په نوې کابينه کې د شهيدانو او معيوبينو وزارت وروسپارل شو

محمد کريم براهوي ، د سرحداتو وزير د ولسي جرگې ١٧٦رايې ترلاسه کړې خو ٥٥کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلى براهوي د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د نيمروز والي و خو تر هغې وروسته د سرحداتو د وزير په توگه گمارل شوى دى

استاد اکبر اکبر ، د کډوالو وزير په ولسي جرگه کې ١١٨ رايې ترلاسه کړې خو ١٠٢کسانو يې مخالفت وکړ . د ښاغلي سنگين په څير ښاغلي اکبر هم په سلو کې ٥٠ رايې نه وې گټلې خو د پخوانۍ پريکړې په څير د دوى ممتنع رايې هم ونه گڼل شوې او په دې ډول ومنل شول .

احسان ضيا ، د کليو د پراختيا وزير له ولسي جرگې ٢٠٦ رايې ترلاسه کړې او يوازې ٢٧کسانو يې مخالفت وکړ . تر ښاغلي فاطمي وروسته ښاغلي ضيا تر ټولو ډيرې رايې ترلاسه کړې . دى د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته د کليو د پراختيا په وزارت کې د ښاغلي اتمر مرستيال و

انجينير يوسف پښتون ، د ښاري پرمختيا وزير له ولسي جرگې ١٢١ رايې ترلاسه کړې خو ١٠٦ کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلى پښتون هم د ممتنع رايو د نه گڼلو څخه وروسته په سلو کې تر ٥٠ ډيرې رايې وموندلې . ښاغلى پښتون د طالبانو له نسکوريدو وروسته د ښار جوړولو د وزير په توگه وټاکل شو خو وروسته د کندهار والي شو او د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته بيرته د ښار جوړولو وزارت ته ستون شو

انجينير حبيب الله قادري ، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزير له ولسي استازيو ١٣٥ رايې ترلاسه کړې خو ٩٥ کسانو يې مخالفت وکړ . ښاغلى قادري د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د مخدره توکو ضد نوي وزارت کې د وزير په توگه وټاکل شو .
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت