BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:25 گرينويچ 2006 ,21 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيوالو د افغانستان د کابينې منل ستايلي دي
 ولسمشر کرزي ويلي چې د کابينې د زياترو غړو منل ښيي چې د ولس استازي د حکومت د ټينگولو لپاره کلک گامونه پورته کوي
ولسي جرگي د ولسمشر کرزي له خوا د وزيرانو په وړاندي شوي ليسټ کې ٢٠ تنه ومنل او پنځه يې ردکړل.
ولسمشر کرزي ويلي چې د کابينې د زياترو غړو منل ښيي چې د ولس استازي په هيواد کې د حکومت د ټينگولو لپاره کلک گامونه پورته کوي او قومي او ژبنيو اړيکو ته يې پام نه دى کړى .

پر همدې مهال د برتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير، ډاکتر کيم هو ويلز، د ولسي جرگې لخوا د افغانستان د نوې کابينې د ټاکل کېدو هرکلى او ستاينه کړې ده .

ښاغلي هوويلز وويل ، د پارلمان له خوا د دوو اونيو په اوږدو کې د وزيرانو پر وړاندې شوي ليسټ د بحث بهير پر افغان دولت د ولس باور ښکار ه کوي .

ولسي جرگي د ولسمشر کرزي له خوا د وزيرانو په وړاندي شوي ليسټ کې ٢٠ تنه ومنل او پنځه يې ردکړل.

د ښاغلي هوويلز په وينا دا په افغانستان کې د ولسواکۍ د پلي کېدو په بهير کې يوه بله مهمه لاسته راوړنه ده .

په افغانستان کې د امريکا سفارت هم په دې اړه ورته غبرگون ښودلى او ويلي يې دي چې د نړيوالې ټولنې سره به په گډه په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او سولې د پياوړتيا او اقتصادي ودې لپاره کار کوي.

بل لور د امريکا يوې ورځپاڼې، هيرالد ترېبيون، هم نوې افغان کابينه د ولسمشر کرزي لپاره يوه بله بريا گڼلې ، خو داهم کاږي چې د هغه يو نژدې ملگرى، امين فر هنگ، چې د اقتصاد د وزارت لپاره نومول شوى و ، رد شو .

ورځپاڼه د ښاغلي فر هنگ او نورو څلورو نومول شويو وزيرانو نه منل ، ددې نښه بولي چې په اسلامي دود پالي لا هم په پارلمان کې ځواک لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت