BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:10 گرينويچ 2006 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرهنگ : له الماني تابعيته لاس په سر شوى يم

فرهنگ
امين فرهنگ وويل دى اوس يوازې د افغانستان تابعيت لري .
د حج او اوقافو او د اقتصاد او کار وزارتونو ته نومول شوي وزيران هر يو نعمت اله شهراني او محمد امين فرهنگ د نوماندو وزيرانو د ٢٥ کسيز لست له مينځه ١٣ او ١٤ کانديدان وو چې په وار سره د سه شنبې په ورځ ( د وري ٢٢ د اپريل ١١ ) د ولسي جرگې تالار ته ورغلل .

دواړو په پيل کې د خپلو راتلونکو پروگرامونو په اړه توضيحات ورکړل او بيا يې د وکيلانو گڼو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

د راتلونکي لپاره د ښاغلي شهراني ژمنې دا وې چې که د جرگې تايد تر لاسه کړي په اړونده وزارت کې به اصلاحات راولي ، د وزارت وقفي ملکيتونه به چې بريد يې له يو لک جريبه اوړي او د پام وړ برخه يې زورواکانو لاندې کړې ، بيرته خپلوي ، د ټولنيز فساد او بداخلاقيو مخه به نيسي ، د نيشۀ توکو خلاف به د منبر له سره مبارزه غښتلې کوي ، د کور دننه به ديني تعليماتو ته وده ورکوي او په بدو کې د ښځو د ورکړې او اجباري ودونو خلاف به د دين له احکامو سره سم د ښځو د حقونو ملاتړ کوي .

د دې په بدل کې له ښاغلي شهراني نه د وکيلانو گڼې پوښتنې د حج له مناسکو سره په تړاوو کې د بډې خوړو او فساد په اړه وې .

هغه څه چې تير کال يې د دغه وزارت يو شمير لوړپوړي چارواکي د قاضي د ميز تر شا هم ودرول .

همدې ته په اشارې سره د هرات وکيل مولوي گل احمد اميني دا پوښتنه هم مخې ته کړه چې ولې ښاغلى شهراني د يوه بل ځل لپاره د دغه وزارت گټلو ته راوړاندې شوي دى .
ښاغلي اميني وويل (( د حاجيانو له پيسو نه ناوړه استفادې چې ستاسو د وزارت لوړ پوړو چارواکو پکې لاس درلود يوه لويه رسوايې رامينځ ته کړه.ايا تاسو له دې اړخه ځان پړنه احساسوئ؟ په نورو هيوادونو کې دغه ډول مسوليتونه د وزارتونو مشرانو ته راجع کيږي او دفعتا استعفا کوي .ايا تاسو دا لازم وينئ چې بيا کانديد شوي ياست ؟ ))

دې نيوکې ته د ښاغلي شهراني ځواب دا وو چې تر اوسه يې د فساد په تور له دغه وزارت نه گڼ کسان شړلي دي .

 د ښاغلي شهراني ژمنې دا وې چې که د جرگې تايد تر لاسه کړي په اړونده وزارت کې به اصلاحات راولي
ښاغلي شهراني وويل (( بډې نن سبا په افغانستان کې د ماموريت د کلتور يوه برخه جوړه شوې . که يوې ادارې ته ننوځئ ، د بډو له ورکړې پرته ترې نشئ راوتى . ما خو بيا هم په خپل وزارت کې بډې په سلو کې ٩٠ له مينځه وړي دي . دا اسانه خبره نه وه او ډير کړاوو يې وغوښت . د حج په مهال مې واوريدل چې دوه درې ريسان بډې خوري ، سمدستي مې له کاره وشړل . سملاسي مې د بډو په مخنيوي کې له دې زيات څه په وس نه دي پوره .))

د اقتصاد او کار وزارت ته نومول شوي وزير محمدامين فرهنگ هم ولسي جرگې ته د وينا په مهال لومړى خپلو برياوو ته گوته ونيوله .

په دې کې يې د افغانستان د پرمختيايې تگلارې په جوړولو کې د خپلې ونډې ، د غير حکومتي موسسو يا انجوگانو د قانون د جوړولو ، په فساد کې د راښکيلو انجو گانو د تړلو ،د وزارت د کاري ظرفيتونو د ودې او نورو يادونه وکړه .

دا ډول يې د افغانستان د ملي اقتصاد غښتلي کول ، له خصوصي سکټور نه ملاتړ ، له دولتي او مختلط يا گډ اقتصاد نه د ازاد بازار اقتصادي سيستم ته د تيريدو د روان انتقالي بهير گړندي کول ،د کور دننه د کار روزگار رامېنځ ته کول ، د سړي سر د کلني عايد د لوړولو د لارو چارو برابرول ، د بنسټيزو پرمختيايې پروژو مخې ته کول او داسې نور د خپلو راتلونکو پروگرامونو په توگه ياد کړل .

په دې کې يې ځانگړى ټينگار په وارداتو د ولاړ لگښتي يا مصرفي اقتصاد نه توليدي اقتصاد ته په تيريدو وو.

ښاغلي فرهنگ وويل (( بايد داسې اقتصادي سياستونه مخې ته کړوچې په مټ يې زموږ توليدت ډير شي ،له برکته يې خود کفا شو ، ورو ورو د صادراتو په لور پر مخ ولاړ شو او له دې لارې عايدات تر لاسه کړو . په دې سره موږ په خپلو پښو د دريدو وس مومو او د نورو له احتياجه ژغورل کيږو .))

له ښاغلي فرهنگ نه کيدونکې پوښتنې هم تر ډيره د ازاد بازار د اقتصادي نظام پر څرنگوالي ، گټه او تاوان ، د بنسټيزو اقتصادي تاسيساتو جوړولو ته په مخ اړولو کې د حکومت په پاتې راتلو ، د وزگارتيا په ډيريدونکې ستونزې او داسې نورو راټولې وې .

په دې کې د ښاغلي فرهنگ د دوه گوني تابعيت په اړه هم پوښتنې وشوې . خو نوموړي په غوڅه وويل چې شپږ مياشتې وړاندې يې د المان له تابعيت نه لاس اخيستى او اوس يوازې افغاني تابعيت لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت