 | | | ډيرو استازيو دا هم ويل چې ځينو قاضيانو خصوصي زده کړې کړي بايد هغه هم په رسمي زده کړو کې حساب شي |
د افغانستان ولسي جرگې د سترې محکمې د قاضيانو له ډلې څخه د دريو تنو تحصيلي اسناد ناسم وبلل ، دغه قاضيان د ولسمشر له خوا ولسي جرگې ته د رد يا تايد په نيت پيژندل شوي وو ، ولسي جرگې د دغو قاضيانو په غياب کې د پاتې شپږو کسانو په اړه هم ځينې پوښتنې لرلې ، د قاضي القضات عمر هم د دغې دندې لپاره ولسي استازيو مناسب وه نه گڼلو . د افغانستان د اساسي قانون له مخې د سترې محکمې د غړو عمر بايد تر ٤٠ کالو کم نه وي د افغانستان تابعيت ولري ، په فقهي او حقوقي علومو کې لوړې زده کړې ولري د کوم جرم په تور تورن نه وي او د کوم يو سياسي گوند غړيتوب ونه لري ، خو د ولسمشر له خوا په وړاندې شوې ډله کې د دريو تنو د زده کړو استاد د پوښتنې وړ وبلل شول ، گڼو وکيلانو د سترې محکمې د مشر فضل هادي شينواري په زده کړو او د تيرو څلورو کالو په کړو وړو هم سختي نيوکې وکړې ، ځينو ويل چې د هغه عمر د دې وړ نه دى چې دغه دنده ترسره کړي خو د ولسي جرگې مشر يونس قانوني وايي چې ښاغلى شينوارى د رايې کارونې څخه مافوق شخصيت دى : ( موږ او تاسو له اوله تر اخره همدا خبره کوو چې اساسي قانون بايد په پام کې ونيسو ، که مخکې کومه غلطي شوې وي بيا يې بايد تکرار نه کړو ، اوس په دغو نهو کسانو کې د شپږو تنو اسناد بشپړ شوي ، هغوى به راغواړو پوښتنې به ترې کوو او ځوابونه به ترې اورو پاتې شوه د نورو دريو کسانو خبره هغوى بايد خپل اسناد بشپړ کړي او بيا وروسته ولسي جرگې ته راوغوښتل شي .)  | | | د ولسي جرگې ځينو غړو د ښاغلي شينواري د عمر زياتوالى د قاضي القضات د مقام لپاره تر پوښتنې لاندې راوست |
يوه بله خبره چې د استازيو تر منځ ډيره تيره بيره شوه هغه د دارالعلوم څخه د فارغو کسانو په سر وه چې د لسانس په انډول وگڼل شي که څنگه ؟ ډيرو استازيو دا هم ويل چې ځينو قاضيانو خصوصي زده کړې کړي بايد هغه هم په رسمي زده کړو کې حساب شي ، خو ځينو نورو د دې کار سره مخالفت کاوه او ويل يې هماغه شان چې د کابينې د غړو سره چلند شوى هماغه ډول دې د قاضيانو سره هم وشي ، خو ښاغلي قانوني وويل تير بايد هير کړو او سر له اوسه قانون ته غاړه کيږدو : ( شينوارى صيب يو ستر عالم دى په دې کې هيڅ شک نه شته ، فقهي دى شيخ الحديت دى د عربي دارالعلوم نه فارغ شوى د هغه قدر ډير دى.) د ولسي جرگې د ډيرو استازيو په وينا د قضايه قوي د غړو په ټاکنو کې په کار ده چې د ډير غور او سوچ نه کار واخيستل شي ، د هغې پرته په دغه برخه کې شته گډوډى نه يوازې دا چې له منځه نه شي تلاى بلکې دغه ستونزې څو برابره نورې هم زياتولى شي . |