BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:12 گرينويچ 2006 ,18 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
براهوي : د وزير په توگه ډيورنډ کرښه نه منم

ولسي جرگه
گومان کيږي چې د ولسي جرگې غړي به په يو دوو ورځو کې وزيرانو ته خپلې رايې ورکړي
تر تايد وړاندې په ولسي جرگه کې د حکومت د ٢٥ نومول شويو وزيرانود صلاحيتونو او وړتيا د ارزولو د بهير په وروستۍ ورځ يوه تر ټولو پام وراوښتونکې خبره د جرگې د مرستيالې فوزيه کوفي له لورې د جرگې د مشر يونس قانوني په غياب کې د غونډې مشري وه .

ډيرو وکيلانو د مشر پر څوکۍ د اغلې کوفي پر ناسته د خوښۍ ولولى وښودې .

دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې يوه ښځه د دغه راز يوې معتبرې غونډې مشري کوي .

کتونکي د اغلې کوفي د څو ساعتونو دغه مشري په دې هيواد کې د نوې ټوکيدلې ديموکراسۍ د لا غوړيدو څرگنده نخښه او ورسره يو ځاس ورو ورو د ولسي جرگې د هوا او فضا د بدلون بيلگه بولي .

دسه شنبې د ورځې ( د وري ٢٩ اپريل ١٨ ) په غونډه کې د کډوالو ، سرحدونو او ښاري پراختيا د وزارتونو نومول شويو هر يو استاد اکبر اکبر ، عبدالکريم براهوي او انجينر پښتون په وار سره د وکيلانو په وړاندې خپل کاري پلانونه توضيح کړل او ورپسې يې د هغوى پوښتنو ته ځوابونه وويل .

د وکيلانو تر ټولو سختې پوښتنې د نومول شويو وزيرانو د ٢٥ کسيز لست وروستي کانديدانجينر پښتون ته متوجه وې .

ډيرو نيوکو او پوښتنو د کابل له ښار سره تړاوو درلود . په دې کې د استوگنې د کورونو د کمي له اړخه زيږيدلو ستونزو ، د انجينرۍ له نورمه د وتلو لوړپوړيزو ودانيو جوړولو ،د دولتي ملکيتونو د چور ، د واکونو په سر له ښاروالۍ سره د دغه وزارت مخالفتونو، په ښار کې د کاناليزاسيون د سيستم نشتوالي او نورو ته اشاره کيده .

دې ټولو نيوکو ته د ښاغلي پښتون ځواب دا وو چې د دوى وزارت يوازې د طرحو او پلانونو د جوړولو دنده لري ، خو د طرحو او نقشو پلي کول او د ښاري خدمتونو وړاندې کول يې د ښاروالۍ دنده وبلله .

د راتلونکو کاري پلانونو په اړه د ښاغلي پښتون لويه ژمنه د کابل د اوسني ښار تر څنگه د يوه بل دوه ميليوني ښار د طرحې پلي کول وو .

د کډوالو له نومول شوي وزير ښاغلي اکبر نه ډيرې پوښتنې هيواد ته د افغان کډوالو د راستنولو د بهير ، هغوى ته د سرپناه د برابرولو ، د زورورو له لورې د کډوالو د لاندې شويو ملکيتونو د بيرته ورکړې ، د بهرنيو هيوادونو په زندانونو کې د بندي افغان کدوالو د سرنوشت او داسې نورو په اړه وې .

د ښاغلي اکبر ځواب دا وو چې د ټولو دغو ستونزو اوارى پيسو ته اړتيا لري او که چيرې حکومت او نړيواله تولنه د ده له وزارت سره مرسته وکړي نو ژمنه به يې د دغو تولو ستونزو اوارول وي .

د سرحدونو د وزارت له کانديد عبدالکريم براهوي نه بيا ډيرې پوښتنې په سرحدي سيمو کې د نا امنۍ د پيښو د ډيريدو د لاملونو ، له قبايلو سره د حکومت د اړيکو د کمزورتيا او پر ملي محور د بيلابيلو قومونو د يو ځاى کولو په اړه وې .

د ښاغلي براهوي ژمنه دا وه چې د سرحدي سيمو د امنيت او ثبات په غښتلتيا کې به د قومونو د ملاتړ د خپلولو بهير غښتلى کوي اود دې تر څنگه به يې وزارت د قومي جرگو له لارې د حکومت او ولس تر مينځ د پله حيثيت خپلوي .

له ښاغلي براهوي نه د ډيورند د کرښې په اړه هم پوښتنې وشوې . ځواب يې دا وو چې د حکومت د وزير په توگه دغه کرښه په رسميت نه پيژني خود دغې ستونزې بنسټيز اوارى يې هم د حکومت نه بلکې د ملي شورا يا کومې بلې معتبرې سراسري لويې جرگې واک وباله .

(( کله چې زموږ پر خاوره د ډيورنډ په نامه کرښه راکښل کيږي ، د کرښې دواړو غاړو ته د يوه قوم وگړي چې له يوه بل سره په کلکو کلتوري او مذهبي مزو تړلي ، له يوه بله بيلوي . دغه کرښه نړيوال اعتبار نه لري او د وخت حکومتونو هم په رسميت نه ده پيژندلې . موږ يې هم په رسميت نه پيژنو .خو ددې ستونزې حل هم د افغانستان د ولسي جرگې او يا د يوې هيوادنۍ لويې جرگې واک دى))

ها خوا د کابل د حوزې د وکيل رمضان بشردوست له تودو نيوکو ډکو څرگندونو د جرگې د ننۍ غونډې په بهير دروند سيورى غوړولى وو .

د ښاغلي بشردوست نيوکې کوم ځانگړي وزير نه بلکې ټولو هغو کانديدانو ته متوجه وې چې تر دې وړاندې يې هم په حکومت کې لوړې څوکۍ درلودې .

 د کرښې دواړو غاړو ته د يوه قوم وگړي چې له يوه بل سره په کلکو کلتوري او مذهبي مزو تړلي ، له يوه بله بيلوي . دغه کرښه نړيوال اعتبار نه لري او د وخت حکومتونو هم په رسميت نه ده پيژندلې . موږ يې هم په رسميت نه پيژنو
براهوي

دا ډول يې پر هغو وزيرانو چې دوه گونى تابعيت او د دۀ په وينا د شير پور په چور شوې سيمه کې کورونه لري په بيا بيا کلکي نيوکې کولې .

(( په تير کې شيرپور يو وياړ وو خو نن د افغانستان په تاريخ يو داغ دى . موږ او تاسو له کډوالو او بې کوره وگړو خبرې کوو ، که موږ په خپله خبره کې ريښتنې يو نو بيا خو زما وړانديز دا دى چې يو داسې قانون تصويب کړو چې له مخې يې راستنيدونکي کډوال او بې وزله بې کوره افغانان د شير چور په ماڼيو کې ځاى کړل شي . ))

اوس چې د نومول شويو وزيرانو د وړتيا او صلاحيتونو ارزول پاى ته رسيدلي ، د دې وار دى چې وکيلان د پټې رايې له لارې هر کانديد وزير په جلا جلا ډول تايد يا رد کړي .

اټکل دا دى چې ښايي دغه رايې د چارشنبې يا پنجشنبې په ورځ ورکړل شي .
ډير وکيلان دا خبره هم نه پټوي چې د دې لپاره د جرگې په عمومي غونډو سربيره له څه مودې راهېسې د پردې تر شا هم ښه په درب کمپاين روان دى .

په دې لړ کې د جرگې د سه شنبې د ورځې د غونډې په اوږدو کې هم له عمومي تالار نه بهر په دهليزونو کې د وکيلانو تر مينځ په همدې اړه تودو ليدونو کتنو دوام درلود .

عمومي انگيرنه دا ده چې ښايې د نومول شويو وزيرانو تايد له لويو ستونزو سره مخامخ نه شي .

ډير وکيلان دا هم وايې چې حکومت او ولسي جرگه له يوه بل سره د مخامخ کيدو او مقابلې پر ځاى بايد د تفاهم لاره خپله کړي .

خو تر څنگه يې په ډيرو برخو کې په ځانگړې توگه د فساد او سياسي تړاوونو له اړخه کلکې نيوکې هم ډاگيزه دي .

دې هر څه ته په کتو سره د ورکول کيدونکو رايود پايلو وار له مخه ارزول لا هم له وخته وړاندې خبره بريښي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت