BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:25 گرينويچ 2006 ,08 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې له دوو نورو وزيرانو پوښتنې وکړې

د ولسي جرگې د١٨ گونو کميسونونو استازو له نومول شوو وزيرانو گڼې پوښتنې وکړې
د ماليې وزير وويل په راتلونکو ٥ کلونو کې به د کورنيو عوايېدو کچه ١٢ سوه مېلون ډالرو ته لوړه کړي .
د نورو په څېر له دغو دواړو ښاغلو، انوار الحق احدي او حنيف اتمر، نه هم د ولسي جرگې د١٨ گونو کميسونونو استازو گڼې پوښتنې وکړې . د ماليې وزير وويل په راتلونکو ٥ کلونو کې به د کورنيو عوايېدو کچه ١٢ سوه مېلون ډالرو ته لوړه کړي .

خو د پوهنې وزارت ته کاندېد حنيف اتمر په ښونېز ډگر کې د پراخ او اساسي بدلون د راوستو هوډ وکړ.

دماليې سرپرست وزېرانوارالحق احدي په پيل کې د خپل دوه گوني تابيعت خبره رد کړه . او د خپل راتلونکي کاري پلان په هکله يې ووېل چې په راتلونکو ٥ کلونو کې به، دافغانستان ټوله عادي بوديجه چې ١٢ سوه ميلون ډالره به وي، له کورنېو عوائېدو څخه پوره کړي. په داسې حال کې چې د سږکال لپاره يې د کورنيو عوائېدو کچه له ٤ سوو نه ٥ نيم سوه ميلون ډآلرو ته مخ په لوړېدو وښوه .

دولسي جرگې استازو له ښاغلي احدي نه ډېرې پوښتنې ددولتي کارکونکو د معاشونو د لوړولو ، داداري فساد دله مينځه وړلو ، د ماليو د تيټولو او په ددغه وزارت د سياسي کېدو په هکله وشوي .

خو دماليې وزارت لپاره نومول شوي وزېر، انوارالحق احدي، داخبرې په کلکه رد کړې او ويې ويل چې د ماليې په وزارت کې ټول کسان دازادې سيالي له لارې گمارل شوي او په دې برخه کې يې د خپلو مرستيالانو او لوړ پوړو چارواکو له گمارلو څخه يادونه وکړه چې يو يې هم دده په وينا دده له گوند او قوم څخه نه دى .

ښاغلي احدي همدارنگه دتېر کال د پرمختيايې بودېجې د يوې سترې برخې د نه مصرف د پوښتنې په ځواب کې ووېل د ظر فيت د نشتوالي له کبله يې ونشو کولا ى چې دا پيسې مصرف کړي خوويې ويل هېله لري د ظرفيتونو په لوړولو سره به سږکال دولت د١٣ سوه مېلون ډالرو انکشافي بوديېجې نه څه باندې زر ميلونه ډالره مصرف کړي.

له ښاغلي احدي بله مهمه پوښتنه د دولتي کارکونکو د معاشونو د لوړوالي وه خو ده وويل ددې لپاره ځانگړي پلان لري چې دنړيوال بانک په مرسته به ددولتي کارکونکو معاشونه لوړ شي خوهغه چې د اداري اصلاحاتو لاندې راشي . نه ټول .

همدارنگه د پوهنې وزارت ته نومول شو ي وزېر حنيف اتمر دافغانستان د ښونې اوروزنې په ډگر کې د ژورو بدلونونو دراوستو يادونه وکړه .

ښاغلي اتمر وويل د پوهنې د بيا رغاونې لپاره ٢ اصله موجود دي." په مطلق ډول د معارف اسلامي کول او دديني زدکړو پراخول، اوله هر ډول تبعيض پرته د متوازن معارف پياده کول"

خو دغو موخو ته د رسېدو په وړاندې يې له ٨ مهمو ستونزو د له مينځه وړلو يادونه وکړه.

نېم ماشومان او ترنيمايې زياتې انجوني ښونځي ته نه ځي،
معارف توازن نه لري،
او دديني زدکړو د مرکزونو کموالى

ښاغلي اتمر وويل له ښونځې نه د فارغېدونکو د برخليک ټاکل د معارف په نظام کې د اصلاحاتو راوستل او د پو هنې د کيفېت لوړول هم ورله غاړي دي.

خو کله به چې د ولسي جرگې د استازو لخوا له ښاغلي اتمرنه د پوهنې د راتلونکي په اړه پوښتنې کېدې نو دده د کليو اوپراختېا دوزارت د کړنو ستاينه به کېده . او يو شمېر استازو غوښتنه وکړه چې د ښونکو د تنخواگانو د لوړولو لپاره دې هڅه وکړي . خو ده دکومې ځانگړې ژمنې پرته وويل د دولت امکاناتو ته په کتو غواړي چې د افغان ښونکو په ژوند کې پوره ښه والي راشي چې متبت اغيز يې د افغانستان پر پوهنې وغوړيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت