|
افغان پارلمان هر وزير ته د اعتماد جلا رايه ورکوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغا نستان ولسي جرگې نن ( د کب ١٣ د مارچ ٤ ) د رايو په اکثريت پريکړه وکړه چې که کوم وزير په لومړي پړاو کې د باور رايه ترلاسه نه کړاى شوه، نو ولسمشر به دوهم او دريم کس ولسي جرگې ته د باور د رايې داخيستو لپاره ورپېژني . همدارنگه د ولسي جرگې غړو په دې هم پريکړه وکړه چې د باور د رايې د ورکړې پر وخت له وزير نه نيغ په نيغه سوالونه کولاى شي . دافغانستان د ولسي جرگې غړو دا ويل چې وزيران دې يو يو د باور د رايې د اخيستو لپاره را وړاندې کيږي او دوى به ورته د باور رايې ورکوي . په لوى اکثريت دا ومنل شوه چې که کوم وزير د باور رايه ترلاسه نه کړه نو ولسمشر دې بل کس ولسي جرگې ته ور وړاندې کړي او که هغه هم دباور رايه ترلاسه نه کړه نو دوى داحق لري چې د دريم ٤ ،٥ کس او له دې زيات پسې دا لړۍ وغځوي ترهغو چې هغه وزير دباور رايه تر لاسه کړي . په دې برخه کې څونورنظرونه هم موجود وو اول که کوم وزير په لومړي او دوهم وار د باور رايه ترلاسه نه کړه نو دريم ځل دې د ولسمشر واک وي او هم هغه د دريم ځل وړاندې شوي به د جرگې لخوا منل کيږي. دوېم بيا که کوم وزير په لومړي او دوهم وار د باور رايه ترلاسه نه کړه نو دريم ځل به ولسمشر د ولسي جرگې د جرگه گيو له مشرانو سره په سلا يو کس نوموي او بيا به ولسي جرگي ته وړاندې کيږي. او دريم داچې ولسمشر به په دريم ځل د هم هغه وزارت لپاره چې وزير يې د باور رايې ترلاسه نه کړاى شوه څو کاندېدان به جرگې ته وړاندې کوي چې يوه ته به يې د باور رايه ورکوي . خو داوروستي درې واړه نظرونه د وکيلانو له خوا رد شول . او وکيلانو وويل چې نه غواړي خپل واکونه نوروته وليږدوي . بله مهمه موضوع چې د ولسي جرگې غړو پرې گڼ بحثونه وکړل د ٨٦ رايو په ور کولو سره دا فيصله وشوه چې يو وزير دې دباور درايې د اخيستو نه وړاندې بايد په نيم ساعت کې پرخپل ژوند ليک ، لوړو زدکړو، کاري تجربو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوي . او وکيلان کولاي شي چې تر دې وروسته نيغ په نېغه له هم هغه وزير نه پوښتنې پيل کړي . او له دغه سوال او ځواب وروسته به وزير له تالاره وځي او د ولسي جرگې غړي به دهغه په غياب کې د باور رايې ورکوي . خو دپوښتنو په څرنگوالي باندې لاهم فيصله نه ده شوې . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگه غواړي پر کابينې او بوديجې باندې بحث وکړي 23 فبروري, 2006 | خبرونه ولسي جرگې دوه وزارتونه وپوښتل04 جنوري, 2006 | خبرونه پارلمان د متنونو پر ژبني اړخ بحث وکړ01 جنوري, 2006 | خبرونه ولسي جرگه : پارلماني ډلې به ملي وي28 دسمبر, 2005 | خبرونه د ولسي جرگې د رييس مرستيالان وټاکل شول 22 دسمبر, 2005 | خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||