BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:03 گرينويچ 2006 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگه غواړي پر کابينې او بوديجې باندې بحث وکړي

محمد يونس قانوني
ښاغلى قانوني وايي د اساسي قانون له مخې ولسي جرگې د افغانستان له دولته غوښتي دي چې د بحث لپاره د حکومت جوړښت ولسي جرگې ته وړاندې کړي
د افغانستان ولسي جرگې له دولته غوښتي دي چې د يوې مياشتې دننه د راتلونکې حکومت جوړښت اود هيواد پر مختياېې بودجه د بحث لپاره ولسي جرگې ته وړاندي کړي .

په افغانستان کې د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني پخپل اونيز خبري کنفراس کې د ولسي جرگې د بيلابيلو جرگگيو د جوړلو لو په اړه معلومات ور کړل او له رسنيو ېې وغوښتل چې د ولسي جرگي د کار په تړاو د ناسمو رپوټونو له خپرولو ډډه وکړي .

دارنگه ښاغلي قانوني وويل چې ، د جرگگيو له جوړيدو وروسته ،ولسي جرگه اوس چمتو ده چې د افغانستان د راتلونکي حکومت پر جوړښت بحث وکړي .

(( د اساسي قانون له مخې ولسي جرگې د افغانستان له دولته غوښتي دي چې د بحث لپاره د حکومت جوړښت ولسي جرگې ته وړاندې کړي .))

ښاغلى قانوني ټينگار کوي چې دولت بايد د ېوې مياشتي دننه دغه کار وکړي .
ددولت ځني چارواکي وايي چې د حکومت د جوړښت پر بشپړولو کار روان دى .

ولسي جرگې پداسي حال کې کابينې ته د باور د راېې ورکولو ته چمتووالي ښودلى چې غړي ېې لا پخپلو کې سره ندي سلا شوي چې وزيرانو ته په څه ډول د باور رايه ورکړ ي .

د ولسي جرگې ډيري غړي ، د ېو ټولگي په توگه د کابېنې غړو ته د راېې ورکول غواړ ي . خو يو شمير نور بيا په دې ډول د راېو ورکولو مخالف دي او غوښتنه کوي چې د کابينې هر غړى دې په جلا جلا توگه ولسي جرگې ته راوبلل شي او له غور وروسته پرې راېه اچونه وشي .

تمه کيدله چې ولسي جرگي د خپل کار له پيله وروسته ، په يوه مياشت کې دکابينې جوړښت څيړلى واى او د کابينې غړو ته ېې د باور راېه ورکړې واى .

خو د ولسي جرگې د کورنيو دندو د تگلارې او بيلابيلو جرگگيو د جوړ لولو چاره دومره وخت ونيوه چې پر کابيني د بحث کار تقريبا دوه مياشتې و ځنډيډ .

بل لورته ، د افغانستان ډير خلک د راتلونکې کابينې د جوړښت په اړه هم انديښمن دي .

خلک له ولسي جرگې غوښتنه کوى چې په کابينې کې دې يوازې مسلکي ، پو هو او ژمنو کسانو ته د باور رايه ورکړي او په دې برخه کې بيځايه مصلحتونه له پامه وغورځوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت