BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:05 گرينويچ 2006 ,03 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې ته نوې کابينه وروپېژندل شوه

ضيا مسعود
د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال ضيا مسعود نوې ٢٥ کسيزه کابينه ولسي جرگې ته وروپېژندله
په داسې حال کې چې د ولسي جرگې په تالار کې حاضر وکيلان لا هم د وزيرانو د تايد يا رد د رايې د ورکولو د څرنگوالي په سر په دوو جلا ډول ويشلي وو او د انفرادي طعنو په گډون د يو بل په مخالفت کې د تيرو ورځو په پرتله تودو بحثونو دوام درلود، د ولسمشر د مرستيال ضيا مسعود په بدرگه ٢٥ تنه نومول شوي وزيران د غونډې تالار ته ننوتل .

ښاغلي مسعود جرگې ته د وزيرانو له ورپيژندو وړاندې په لنډو خبرو کې وويل چې د ٢٥ نومول شويو وزيرانو په کاري او مسلکي وړتيا ، د هيواد د اوسنيو اړتياوو په پام کې نيولو سره ډير غور شوى او له وکيلانو يې په نامخامخ لهجه غوښتنه دا وه چې هغوى تايد کړي .

ښاغلي ضيا مسعود وويل :

(( تاسو په دې خبره ښه پوهيږئ چې نن نه يوازې د افغانستان د خلکو ، بلکې د نړۍ د اوسيدونکو د انتظار سترگې ستاسو په لور دي . دا تاسو ياستئ چې په خپل ازاد ولي په مسوليت او عدالت د ولاړ ې پريکړې په بنسټ د ملي يوالي ستنې مضبوتوئ پکار دا ده چې له هر ډول امتياز او توپير پرته د خپل خداى ، خپلو خلکو او خپل هيواد په وړاندې د مسوليت په احساس سره چلن وکړئ او رايه ورکړئ .))

ورپسې ښاغلي وردگ ٢٥ واړه نوماندي وزيران يو په يو جرگې ته وروپيژاندل . تر شا يې د جرگې مشر محمد يونس قانوني په لنډو خبرو کې ډاډ وښوده چې جرگه به نوماندو وزيرانو ته له هر ډول تعلق پرته رايه ورکوي او په تايد يا رد کې به يې يوازې وړتيا او لياقت په پام کې نيسي .

دۀ وويل (( هليمن يو چې د هيواد د اساسي قانون له غوښتنو سره سم ، هغه تمې او هيلې چې د افغانستان مشرتابه ، ملت ، نړيواله ټولنه او د افغانستان دوستان يې له موږه لري پوره کړو. او داسې پريکړه وکړو چې له مخې يې ملي يوالى او ملي گټې خوندي شي .
ډاډه يو چې د ملت استازي به له هر ډول تړاوونو پرته يوازې د ملي گټو او مصلحتونو په رڼا کې رايه ورکړي .))

 کيدى شي د ولسمشر کرزي له لورې د وزيرانو د وړاندې شوي لست د تايد اخيستل دومره هم ستونزمن نه وي هومره چې يې په پيل کې تصور کيده .
ټول دغه بهير د څو دقيقو خبره وه او له تالار نه د نومول شويو وزيرانو له وتو سره جوخت يو ځل بيا د تايد يا رد د رايې د ورکړې د څرنگوالي په سر اختلافي بحثونه تاوده شول .

اختلاف په دې وو چې د وزارت هر کانديد جرگې ته د خپل کاري پروگرام له وړاندې کولو او په اړه ترې له پوښتنو گرويږنو سملاسي وروسته تايد يا رد شي اوکه دا چې يو وار دې ټول کانديدان واوريدل شي او په پاى کې دې په يوه ورځ ټول په يوه ځاى خو په عين حال کې په جلا جلا ډول تايد يا ردکړى شي .

دبدخشان د وکيل برهان الدين رباني په مشرۍ چې ځان د اپوزيسيون مشر بولي د يوې ډلې غوښتنه دا وه چې هر کانديد ته دې په ولسي جرگه کې له اوريدوسمدستي وروسته د تايد يا رد رايه ورکړل شي .

برهان الدين رباني وويل (( موږ يو شمير پريکړې کړي او دغه پريکړې په وضاحت سره ښيې چې رايه اچونه په عينې ورځ تر سره کيږي . يعنې وروسته له دې چې د وزارت کانديد خپل پروگرام مخې ته کړي ، او پوښتنې ترې بشپړې شي ، نو له غونډې به وځي او په غياب کې به يې د تايد يا رد په اړه رايې اخيستل کيږي . موږ مکلف يو چې همدغه پريکړه عملي کړو . ))

ښاغلي رباني پخوا د هغې ډلې مشري هم کوله چې د حکومت وزيرانو ته په انفرادي توگه د تايد يا رد د رايې د ورکړې پلوي وه اوهغه مهال يې د رايو په اکثريت دغه نظر ومنل شو .

پارلمان دننه ليکې ډيرې پخې نشي بلل کيدى او همدا اوس هم گواکې دپام وړ بدلون پکې راغلى دى
ددې په مقابل کې د کابل د حوزې د وکيل عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د بلې ډلې وړانديز دا وو چې يو ځل دې ټول وزيران واوريدل شي او بيا دې وروسته رايه ورکړل شي .

دليل يې دا وو چې هره ورځ هر نوماندي وزير ته جلا جلا رايه په يوه بل د نه باور فضا رامينځ ته کولى او ستونزې ډيرولى شي .

(( که يو وزير ته د هغه له څرگندونو سمدستي وروسته رايه ورکړو ، نو همدغه وزير تر پايه نورو وزيرانو ته د رايې ورکولو په برخه کې زموږ لپاره سټندرد پاتې کيږي .ښکاره ده چې دا سمه خبره نه ده . موږ بايد د ټولو وزيرانو څرگندونې واورو او په اړه يې معلومات تر لاسه کړو . وروسته له هغه دې ٢٥ صندقونه په يوه ځاې کيښودل شي او هر وزير ته به جلا جلا رايه ورکړل شي . وروسته به د جرگې مشر په يوه ځاى مطبوعاتو ته د رايو پايلې اعلان کړي . دا به د ولسمشر راتلونکى کار هم اسانه کړي .))

د ښاغلي رباني بر عکس ښاغلي سياف هم پخوا د هغې ډلې مشري کوله چې د حکومت ټولو وزيرانو ته په يوه ځاى او ډله ييزه توگه د رايې د ورکړې پلوي وه . خو هغه مهال د رايو د کمښت له کبله پاتې راغلى و او نن يې برعکس د رايو په اکثريت تر يوه ځايه ميدان وگاټه .

دغې وروستۍ رايې دا هم وښوده چې د پارلمان دننه ليکې ډيرې پخې نشي بلل کيدى او همدا اوس هم گواکې دپام وړ بدلون پکې راغلى دى .

دغې وروستۍ رايې داسې انگيرنې هم رامخې ته کړې چې کيدى شي د ولسمشر کرزي له لورې د وزيرانو د وړاندې شوي لست د تايد اخيستل دومره هم ستونزمن نه وي هومره چې يې په پيل کې تصور کيده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت