BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2006 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
رضا : که د سوداگرۍ وزارت ژر ښه نه شو استعفى ورکوم

ولسي جرگه
د ولسي جرگې غړو له دواړو وزيرانو څخه پوښتنې وکړې .
ولسي جرگې ته د ولسمشر حامد کرزي د وړاندې شوې کابينې د وزيرانو دکاري پلانونو د څېړلو په ١٠ مه ورځ د لوړو زدکړو وزارت ته نومول شوي وزير محمد اعظم دادفر او د سوداگرۍ وزارت ته نومول شوي وزيرحيدر رضا خپل پلانونه وړاندې کړل .

دواړو په يادو شوېو وزارتونو کې د اصلاحاتو دراوستو ژمنې وکړې .

د لوړو زدکړو نومول شوي وزېر محمد اعظم دادفر هوډ وښود که د لوړو زدکړو وزير شي نو تر هرڅه وړاندې به د افغانستان د لوړو زدکړو د تحصيلي ادارو او پوهنتونونو درسي سيستم نوى کړي او په اداري نظام کې به بد لون راولي .

ښاغلي دادفر وويل د لوړو زدکړو لپاره به داسې درسي نظام جوړ کړي چې په اسلامي ارزښتونو ولاړ وي .

نوموړي د پوهنتونونو او تحصيلي موسسو د پراختيا او په ټولو ولايتونو کې د دوه کلنو تحصيلي موسسو جوړول ،د کانکور په ازموينه کې دروڼ والي رامينځ ته کول ، بهرته د تحصيلي بورسونو د منظم پلان برابرول ، او له اداري فساد سره مبارزه دخپل ٤ کلن پلان مهم ټکي وبلل .

ښاغلي دادفر د هغو ځوانانو لپاره چې سږکال د کانکور په ازموينه کې نه دي بريالي شوي د کوم ځانگړي پلان د مخې ته کولو يادونه ونه کړه . خو ويې ويل د پوهنتونونو په زياتولو سره به دا ستونزه له مېنځه ولاړه شي .

له ښاغلي دادفر نه د ولسي جرگې د غړو مهمې پوښتنې د لوړو زدکړو په موسسو کې د اصلاحاتو راوستل، عصري کول او د اسلامي زدکړو دمرکزونو د پراخولو په اړه وې .

هغه يو شمير د غه پوښتنې راتلونکي ته راجع کړې. خو ويې ويل غواړي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اسلامي څيړنو مرکزونه جوړ کړي .

ورپسې د سوداگرۍ لپاره نومول شوي وزير حيدر رضا چې پخوا د بهرنيو چارو مرستېال وزېر وو خپل راتلونکي ٤ کلن پلانونه د ولسي جرگې په ننۍ ( د وري ٢٦ د اپريل ١٥ ) غونډه کې په ډاگه کړل .

ښاغلي رضا وويل دسوداگري په ډگر کې د ده کاريزه ستراتيژي د ازاد بازار پر سياست ولاړه ده او ژمنه يې وکړه چې د دې سياست د پلي کولو لپاره به متوازن پروگرامونه جوړ کړي .

ده وويل د صادراتو لوړول د سوداگرو سره مرسته ، د کورنيو محصولاتو زياتول ، د اداري فساد او بېروکراسي له مينځه وړل، د اداري ظرفيت جوړول او د سوداگرو د ستونزو له مينځه وړل دده د کارونو په سرکې ځاي لري .

ده وويل تر تايد وروسته به يې لومړى سفر پاکستان ته وي چې دکراچۍ په بندرکې دافغان سوداگرو د مالونو دځنډيدو جنجال حل کړي او له ټولوگاونډيو سره به د شويو تړونونو پر اساس د ټرانزيټ اسانتياوې رامينځ ته کوي.

افغانستان ته د بې کېفيته توکو راواردېدل ، اداري فساد ، دافغاني توکو لپاره د بازار موندل د ولسي جرگې د غړو مهم سوالونه وو.

يوه بل مهمه پوښتنه دا وه چې د ازاد بازار اقتصاد د افغانستان له اوسنيو شرايطو سره سر نه خوري . خو ښا غلي رضا وويل چې د د افغان دولت پريکړه ده او دى به هڅه وکړي چې دې ټولو انديښنوته د حل لاره پيدا کړي .

د سوداگري نومول شوي وزير د ولسي جرگې له غړو سره هوډ وکړ چې د بهرنيو پانگو دراجذبولو او د سوداگرېزو اسانتيا د رامينځ ته کولو لپاره د ٤ مياشتو په د ننه کې خپل پلانونه عملي کړي .اوکه يې ونه شو کولاي نو استعفا به وکړي .

سبا به د روغتيا او ټوانسپورټ لپاره نومول شوي وزېران محمد امين فاطمي او گل حسين احمدي په ولسي جرگه کې خپل راتلونکي پلانونه په ډاگه کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت