BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:54 گرينويچ 2006 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې د نومول شوو وزيرانو څخه پوښتنې پيل کړې

ولسي جرگه
خبريالان وايي ولسي جرگې کې د نومول شوو وزيرانو په اړه بحث ډير ورو روان دى
د افغانستان حکومت ته د نومول شويو ٢٥ وزيرانو له مينځه د دفاع او عدليې دوزارتونو نوماندوي هر يو جنرال عبدالرحيم وردگ او سرور دانش لومړني کسان وو چې ولسې جرگې ته يې په وار سره د خپلو راتلونکو کاري پروگرامونو په اړه ويناوې وکړې او ورپسې يې د وکيلانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

جنرال عبدالرحيم وردگ د خپلو زده کړو ، کاري او جهادي سابقې په اړه له څرگندونو وروسته د ملي پوځ بشپړتيا او په پرمختللو وسلو د سرتيرو سمبالول ، له امنيتي او دفاعي اړخه په خلو پښو د افغانستان دريدل ، د ولسواليو تر کچې د مرکزي حکومت د واکمنۍ غزول او داسې نور د خپلو راتلونکو هدفونو په توگه ياد کړل .

دغه راز يې د خپلو څرگندونو په مهال سيمه يزو ننگونو ته هم گوته ونيوله او په دې لړ کې يې د بنسټ پالنې ، سيمه يزو شخړو ، ترهگرۍ ،سياسي او مذهبي افراطيت ، سازماني جنايتونو ، نيشۀ توکو او هستوي وسلو د شته والي يادونه وکړه .

همدغو ننگونو ته په اشارې سره يې ټينگار دا وو چې يوازې د نړيوالو دوستانو په ډاډ بسنه پکار نده او افغانستان بايد پخپله د دغو ننگونو د مقابلې وس ومومي . هغه وويل :

(( د تاريخ په شهادت دا ويل غواړم چې دوستۍ او نړيوالې ژمنې او پيمانونه تل بدلون مومي . هيڅ داسې ضمانت نشته چې له نړيوالې ټولنې سره به زموږ گټې او هدفونه د تل لپاره تړلي وي . نو ځکه خو موږ ته په خپل مټ حساب کول پکار دي .
ددې لپاره ٧٠ زره پوځ خورا لږ دى او موږ لږ تر لږه په پرمختللو وسلو سمبال دوه لکه پوځ ته اړتيا لرو . دا ډول په پوځ د ملت د باور تر لاسه کولو ته هم اړتيا ده او دا کار د ولس د استازو يعنې ستاسو له لارې شونى دى .))

له ښاغلي وردگ د جرگې د ١٨ دايمي کميسونو د استازو له لورې گڼې پوښتنې هم وشوې . ډيرې دغه پوښتنې د پوځ د پخوانيو افسرانو د برخليک ، د دفاع وزارت د ملکيتونو د تالا کيدو ، د بهرنيو ځواکونو د پوځي عملياتو اود همدغو ځواکونو له لورې د تره گرۍ په تور د افغانانو د نيول کيدو په اړه وې .

 ٧٠ زره پوځ خورا لږ دى او موږ لږ تر لږه په پرمختللو وسلو سمبال دوه لکه پوځ ته اړتيا لرو
جنرال رحيم وردک

په دې مينځ کې له جنرال وردگ نه د اردو د يوه بل پخواني جنرال نورالحق علومي پوښتنې چې يو وخت دواړه وسله په لاس د يو بل په مخالفت کې ولاړ وو ، له سختو نيوکو سره ملگرې وې .
ښاغلي علومي پوښتنه وکړه:

((د حکومت د نورو وزارتونو په څير په دې وزارت کې هم فساد ، بډې خوړو اوناوړه استفادې ډيره وده کړيده . دشير پور د تاريخي سيمې په گډون په تول هيواد کې دفاع وزارت ملکيتونه تالا شوي . پوښتنه داده چې که دغه وزارت خپل افسران او خپل ملکيتونه نشي ساتلى ، څنگه به د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي ؟ ))

خو د ولسي جرگې د بل وکيل رمضان بشردوست څرگندونې چې د ښاغلي وردگ په گډون د وړانديز شوې کابينې نورو غړو ته هم متوجه وې ، تردې هم سختې وې .

ښاغلي بشردوست يو لړ قانوني چلنجونه مخې ته کړل او روسره يو ځاې په ټول تالار کې غوغا گډه شوه . ښاغلي بشردوست وويل:

(( هيڅ هغه کانديد چې دوه گونى تابعيت لري ، د بهرني تابعيت د پريښودو سند ندى وړاندې کړى ، ځکه خو هغوى افغانان نشي بلل کيدى . بل شرط لوړې زدهکړې دي
د دې تايد شوي سندونه هم نشته . تحسين نامې يې هم هغه دي چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په توگه يې د کار په مهال تر لاسه کړې دي . بل شرط تجربه ده . دوې يا تجربه نلري او يا يې تجربې ناکامه دي . بل شرط نيک شهرت دى . خو دوې ښه شهرت نلري . او وروستې شرط په جگړو او شخړو کې لاس نه لرل دي خو ځينې کانديدان داسې دي چې په جگړو کې يې لاس درلود .))

د ښاعلي بشردوست د دغو څرگندونو تود مخالفت پخپله د ولسي جرگې له مينځه وو او په ځواب کې يې د ملا تاج محمد مجاهد په نامه يوه بل وکيل په ښاغلي بشر دوست بې ثباتۍ ته د لمنې وهلو پړه واچوله اووې ويل:

((يو څوک چې په افغانستان کې يې ستونزې ندي ليدلي هڅه کوي چي يو ځل بيا دا هيواد د هلاکت او بربادۍ لاره سم کړي . موږ له هر څه لاس واخيست راغلو او تسليم شو . ولې مو بيا ناکرارۍ ته هڅوي ؟ ښايې دا هر څه د شهرت د گټلو لپاره وي .))

د عدليې له وزير سرور دانش نه بيا ډيرې پوښتنې د زندانونو د ناوړه حالاتو په اړه وې . په دې کې څه موده وړاندې د پلچرخي د زندان د ننه د پاڅون يادونه هم وشوه
خو ښاغلي دانش د دغه پاڅون ختمول د عدلې د وزارت لوې برې وباله :

(( که دغه ستونزه د فاجعې د رامېنځ ته کيدو لامل جوړ شوى وى ، زه به اوس په دې وزارت کې نه وې او استعفا به مې کړې وى . تلفات هم لږ او عادي وو او هغو کسانوته متوجه وو چې له زندان نه يې د وتو هڅه کوله .))

په ټوله کې په ولسي جرگه کې د نوماندو وزيرانو د اوريدو بهير په لومړۍ ورځ خورا مټه وو او يوازي همدغه دوه کانديدان واوريدل شول .
که حالات همداسې وي نوکيدى شي ټول دغه بهير دوه اونۍ واخلي .

خو له بل لورې د جرگې مشرتابه په دې هڅه کې دى چې د پوښتنو کچه رراکمه کړي او څومره ژر چې کيدى شي د کانديدانو اوريده بشپړ شې او تر شايې د تايد يا رد د رايې د ورکړې وار راورسيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت