BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:04 گرينويچ 2006 ,08 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگه : هر وزير ته به جلا او پټه رايه ورکوو

ولسي جرگه
ولسي جرگه ٢٤٩ غړي او ١٨ بيلابيلې جرگه گۍ لري
ولسي جرگې پريکړه و کړه چې له لنډو پو ښتنو اختنو وروسته به ، هر وزير ته په جلا جلا توگه په پټه رايې واچول شي .خو دولت د پټو رايو سره مخالفت ښودلى او ويلي يې دي چې دا د ولسواکۍ له اصولو سره سمون نلري

د اوږدو بحثونو څخه وروسته ، په پاى کې د ولسي جرگې غړي سره سلا شول چې په څه ډول دې ، د کابينې غړو ته د باور راېه ورکړي .

د ولسي جرگې ددغې پر يکړې له مخې د کابينې هر غړى به د لسو دقيقو لپاره ، د خپلو فعاليتونو او کړنو په هکله ولسي جرگې ته معلومات ورکوي .

د وزير له څرگندونو وروسته به ، د ولسي جرگې د ١٨ جرگگيو ١٨ تنه استازي او يو بل به د هغو وکيلانو له خوا چې د جرگگيو غړي ندي ، د وزير څخه پو ښتنې اختنې کوي .

د پوښتنود ځوابولو وروسته به ، د ولسي جرگې غړي په پټه وزير ته د باور رايه ورکوي .
خو په پټه د رايې ورکول ، د هغه منل او يا ردول د دولت له نظر ه د ولسواکۍ له اصولو سره سمون نلري . په دولت کي د پارلماني چارو وزير فاروق وردک وايي ، خلک له خپلو استازو غواړي چې په ښکاره وزيرانو ته خپلې رايې څرگندې کړي .
ا
ښاغلي وردک وايي د ولسي جرگې له مشرتابه يې د يوه ليک په استولو سره ، غوښتي چې په دې اړه خپله پريکړه واړوي .

په ولسي جرگې کې د خبري رسنيو د چارو مسول ښاغلي حسيب نوري وويل چې ليک ځواب شوى ، خو د ځواب جزييات ېې په ډاگه نکړل

بل لورته که څه هم ولسي جرگه وايي پر کابېنې د بحث لپاره چمتو ده ، خو د ښاغلي وردک په وينا ولسمشر حامدکرزي لا د کابينې د لست د ورستي کولو کار ندى بشپړ کړى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت