|
د ملي راډيو تلويزيون مشر: د وزير امر نه منم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ملي راډيو ټلويزيون ريس نجيب روشن د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم تورن کړى چې وايي په چارو کې يې لاسوهنه کوي او غواړي چې دده وينا استعفا ته يې اړ کړي . ښاغلي روشن د يوه خبري کانفرانس په ترڅ کې دغه تور ولگاوه او ادعا يې وکړه چې گواکې وزير د قانون خلاف د راډيو افغانستان نوى ريس ټاکلى دى . د حکومتي مسوولينو تر منځ اختلافونه هغه څه دي چې د ځنو په و ينا د گټو او شخصي سليقو تر منځ د ټکر پر مهال په افغانستان کې په دوامداره توگه د يو شمير چارواکو تر منځ رامنځته کيږي . د ملي راډيو ټلويزيون ريس نجيب روشن هم ادعا کړې چې گواکې له ده سره د وزير اختلاف د همدغو شخصي سليقو پايله ده . ښاغلي روشن د اطلاعاتو او کلتو ر پر وزير تور ولگوه چې دده په چارو کې په لاسوهنې سره غواړي چې گواکې دى اړ کړي چې استعفا وکړي . (( د فرهنگ او ځوانانو د وزير ټوله هڅه دا ده چې زه استعفا ورکړم ، خو زه ستاسو په وړاندې او د خلکو نظريو ته په اعتماد او باور سره په ډاگه وايم چې تر هغې به استعفا ورنکړم چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نه وي غوښتي .)) خو ښاغلي روشن د خپلو دغو ادعاو د ثبوت لپاره داسې څه وړاندې نه کړل چې وښيي چې څنگه او په څه ډول د اطلاعاتو او کلتور وزير دده په چارو کې لاسوهنه کوي او دى اړ باسي چې استعفا وکړي . خو ده د افغانستان راډيو د ريس په توگه د غني مدقق ټاکنه ، د اطلاعاتو او کلتور د وزير لخوا د قانون خلاف کار وباله او تو ر يي ولگاه چې وزير غواړي چې دده په وينا په دې کار سره ، خپل کسان د راډيو ټلويزيون په مهمو څو کيو کې ځاى په ځاى کړي . خو دا هغه څه دي چې يو شمير فرهنگيان د راډيو ټلويزيون پر ريس هم نيوکه کوي چې په پر دغې دندې د ټاکل کيدو څخه وروسته ، ځان پوري تړلي يو شمير کسان يې په راډيو ټلويزيون کې راټول کړي او گواکې چې يوازې همدغو کسانو ته لوړ ډالري معاشونه ورکوي . د اطلاعاتو او کلتور او ځواناتو د وزير په توگه د ښاغلي خرم د ټاکل کيدو څخه وروسته ، ځينو کسانو ، د ده او د راډيو ټلويزيون د ريس تر منځ د اختلافونو د شتوالي خبره کوله ، خو د ا لومړى ځل دى چې ددوى تر منځ دغه اختلاف رسنيو ته راوځي . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل کې خصوصي تلويزيون ته خبردارى ورکړل شو17 اگست, 2006 | خبرونه د افغانستان گڼ شمير تلويزيونونه څرنگه چليږي ؟19 جون, 2006 | خبرونه لومړني افغان تلويزيون امريکا ته خپرونې پيل کړې24 فبروري, 2006 | خبرونه ننگرهار کې د تلويزيون ستنه والوزوله شوه11 فبروري, 2006 | خبرونه په افغانستان کې د رسنيو ترمنځ سيالي سختيږي 28 دسمبر, 2005 | خبرونه پنځه سره کانديدان د وزيرانو په توگه ومنل شول07 اگست, 2006 | خبرونه پنځو وړانديز شويو وزيرانو ولسي جرگې ته ويناوې واورولې07 اگست, 2006 | خبرونه نوي افغان مرستيال د ژبني انډول ساتلو هوډ وکړ14 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||