BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:30 گرينويچ 2006 ,24 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
لومړني افغان تلويزيون امريکا ته خپرونې پيل کړې

اريانا تلويزيون
د اريانا تلويزيون په افغانستان کې يو له برياليو خصوصي کانالونو څخه دى
داريانا تلويزون خپرونې دسپوژمکۍ له لارې د امريکا په متحده ايالاتو کې د ليدو وړشوې.

ددغه تلويزون مرکز په کابل کې دس او د افغانستان په ٥ لويو ښارونو کې سيمه ييز دفترونه لري .

د اريانا خصوصي تلويزيون په يوۀ بيان کې ويلي چې تردې وروسته به دارېانا تلوېزون له لارې په متحده ايالاتو کې ميشت افغانان نېغ په نيغه د افغانستان حالات ويني او ددغه هېواد له سيمه ييزو فرهنگې مسا يلو نه به خبرېږي .

اريانا تلويزون د تېر کال په اگست کې کورنۍ خپرونې پيل کړې او دا وخت په افغانستان زېات لېدونکې لري.

دغه تلويزون پر پښتو ، دري او انگليسى ژبو خبري ،سياسي ښونېز ،ټولنېز ، اقتصادي ،لوبيز ، تاريخي ،د ماشومانو ،او ځوانانولپاره گڼې تفريحي خپرونې لري .

داريانا تلويزون مشر احسان الله بيات هيله کوي چې تلويزون يې په امريکا کې ميشت افغانان له خپل هيواد سره وتړي او د هغوى ځوانان او ماشومان دتلويزونې پروگرامونو له لارې د افغانستان د کلتورې ميراتونو او دودونو سره اشنا کړي .

د ارېانا تلويزون په پام کې لري چې ډېر ژر په اروپا کې هم خپرونې پيل کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت