|
کابل کې خصوصي تلويزيون ته خبردارى ورکړل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د رسنيو د څار جرگگۍ په کابل کې يوې خصوصي تلويزيوني شبکې ته د خپرونو د سمونې لپاره دوهم خبردارى ورکړ . د کلتور او ځوانانو په وزارت پوري تړلې دغې جرگگۍ د ولسي جرگې له هغو نيوکو وروسته دا پريکړه وکړه چې د طلوع په نامه د خصوصي ټلويزون يوې خپرونې د دوى په وينا داسې څه خپاره کړل چې ولسي استازي يې ځانته سپکاوى بولي . په همدې مهال د دغه ټلويزيون چلونکي استدلال کوي چې د دوى خپرونې د نورو خصوصي ټلويزيونونو د خپرونو سره توپير نه لري . دغه تلويزيون د ولسي جرگې دغړو داسې تصويرونه خپاره کړي وه چې د دغې جرگې د غړو غبرگون يې پارولې دى . د ملي شورا يو شمير غړو نيوکه وکړه چې د طلوع ټلويزيون په څو ، څو وارې په خپلو خپرونو کې د دوى په گډون د لوړ پوړو دولتي چارواکو سپکاوى کړى دى. په جرگه کې وروستۍ نيوکې د ننگرهار ولايت د استازې صفيې صيديقي د هغه تصوير په خپراوي راټولې شوې چې نوموړې يې په پرله پسې دوو شپو په جرگه کې د خوب په حالت کې ښوده . دې وويل که د طلوع ټلويزيون کمرې د جرگې په غونډه کې وي نو هغه نه غواړي چې په غونډه کې پاتې شي. د اغلې صيديقي تر نيوکې وروسته د ولسي جرگې استازي په دوو ډلو وويشل شول ، د ځينو استازيو استدلال دا وو چې که چيرته په غونډه کې د رسنيو په شتون نيوکې کيږي نو دا مانا به ولري چې گواکې د بيان ازادي له خنډسره مخامخ کيږي ، خو بل لور ته گڼو استازيو د دغه ټلويزيوني شبکې ټولې خپرونې د افغانستان د خلکو د دودونو خلافې وگڼلې .
د کابل ولايت استازې ملالۍ شينوارې د طلوع ټلويزيون ځکه گرم وباله چې د ولسي جرگې ننۍ غونډه يې د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړه . د طلوع ټلويزيون چارواکي دا نه مني چې گنې دوى د چا سپکاوي ته مټې بډوهلي د دغه ټلويزيون د يوې خپرونې چلونکى رزاق مامون وايي چې هغوى د بيان د ازادۍ او د رسنيو د قانون سره سمې خپرونې کوي . دوه ورځې وړاندې د کابل ولايت استازي عبدالرب رسول سياف همدغه ټلويزيوني کانال د ده پر ضد د يوې مظاهرې په پارولو گرم وباله .خو هغه خبره تر دې بريده کړکيچنه نه شوه . د کلتور او ځوانانو په وزارت کې ر سنيو د څار د جرگگۍ مشر وايي چې په تيره يوه مياشت کې دا دوهم ځل دى چې د طلوع ټلويزيون ته توصيه کيږي ، تير ځل د افغانستان د ماليې وزېر د سپکاوي په سر ورته توصيه شوې وه. ده د ورته چارې د ترسره کولو په اړه دغه ټلويزيون ته د سختې قانوني سزا دورکولو يادونه وکړه ، خو ددغې سزا ډول يې په ډاگه نه کړ. | ورسره تړلي نور خبرونه د بيان ازادي تر کومه بريده پکار ده ؟10 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||