د ستاسو غږ خپرونې چلونکي کابل او لندن |  |
 | | | د افغانستان د کورنيو چارو وزير واليان پړۀ بلل او واليانو کابل مېشتي لوړ پوړي چارواکي چې د ولس او حکومت تر منځ يې واټن پيدا کړى دى |
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دغه هيواد د ٣٤ ولايتونو واليانو او د پوليسو قومندانانو په روانه اوونۍ کې يوه غونډه وکړه او پر دې يې سره خبرې وکړې چې په څه ډول د اداري فساد مخه نيولى شي او امنيت ټينگولى شي . د کورنيو چارو وزير ځينې واليان او پوليس مشران تورن کړل چې له خپلو دريځونو ناوړه گټه اخلي . د وزير په وينا همدې حالت اداري فساد ته لاره پرانيستې ده . دۀ واليان پر دې هم تورن کړل چې گواکې له ولس سره نژدې نه دي او د حکومت او ولس تر منځ په ډير شوي واټن کې ونډه لري . خو واليانو او ولايتي پوليسو بيا په کابل کې ميشت ځينې لوړ پوړي چارواکي په دې تورن کړل چې په ولايتونو کې د فساد زياتيدو ته لمن وهي . دوى د ولس او حکومت تر منځ د پيدا شوي واټن دليل هم د کابل مېشتو لوړ پوړو چارواکو له امله بالۀ . د ولايتونو چارواکو ويل د دوى له خبريدو پرته کابل مېشتي مامورين د پيسو په ترلاسه کولو د ولايتونو په بيلا بيلو دندو کسان گماري . ستاسو غږ دا اوونۍ د اداري فساد د مخنيوي لپاره د جدي گامونو پسې غواړي چې څه به وي او دغه راز دا پوښتي چې د ولايتونو پر چارواکو ولس څه ډول اعتماد کولى شي ؟ که په دې اړه کوم نظر يا پوښتنه لرئ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه ( د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې او ٣٠ دقيقې پيليدونکې ده ) کې مخامخ خپرونې ته ټيلې فون وکړئ ، د ستوديو شميره مو ده : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ که د برېښناليک اسانتيا لرئ پته مو ده : [email protected]
ستاسو برېښناليکونه خاورين ننگرهار د کورنيو چارو وزير او واليانو چې په کابل کې پر يو بل ښکاره تورونه ولگول ايا دا د يوې داسې ادارې څرگندويي کوي چې گواکې سره يوۀ خولۀ ده او که نه هغه واټن ښيي چې موږ ټول پرې خبر يوو چې چارواکي يې له يو بل سره لري ؟ حاجي افضلي کندهار واليانو ته ايتلاف پيسې ورکوي چې له طالبانو سره جنگ وکړي دوى د طالبانو پر ځاى عادي خلک ځوروي او بيا يې د طالب په نامۀ وژني ، همدا علت دى چې د ولس او واليانو تر منځ واټن پيدا شوى دى ، ولسمشر کرزى بايدد قومندانانو پر ځاى لوستي او مودبه کسان د واليانو په توگه وټاکي . نجيب الله جبارخيل لاس وېگس متحد ايالات نه يوازې ولس د ولايتو پر چارواکو اعتبار نه کوي بلکې په وزيرانو يې نه کوي ځکه چې دوى د اداري فساد خبره مني خومخنيوى يې نه کوي . محمد اکبر شارجه متحد عرب امارات گڼ شمير واليان د خپلو څوکيو وړتيا نه لري هغوى به د فساد مخنيوى څرنگه وکړاى شي . هيبت الله زرمتى ممبۍ هند واليان خپل خلک نه پېژني له ولس نه بې خبره دي ځکه واټن پيدا شوى او فساد ته لاره پرانيستل شوې ده . ايوب افغان نوى ډيلى هند ستونزه د اصلاحاتو په کميسيون کې ده چې اهل کسان يې په کار نه دي گمارلي . سيد رحمان بهير هريپور پاکستان افغان واليان او امنيه قومندانان په رښتيا چې له ولسه ليرې دي ، د دوى اولادونه او کورنۍ له هيواده دباندې ژوند کوي او خپله په دفترونو کې خوندي ناست دي . خالد رحمان له دوبۍ د کورنيو چارو وزير سم وايي . د حکومت او ولس سره پيدا شوى واټن د واليانو او ولسوالانو له امله دى . د دوى ډيره برخه نالوستي کسان دي او له خلکو سره يې چلند سم نه دى . دوى د خلکو درناوى نه کوي او مهذب چلند نه ورسره کوي . عبدالرازق کټوازى لندن انگلستان د فساد او بډو مخنيوى بايد ارو مرو ونيول شي . نور محمد ثاقب کوټه بلوچستان د کورنيو چارو وزير په حقه دى . عبدالمالک خان اڅکزى سپين بولدک کندهار واليان او د کورنيو چارو وزير بې ځايه تورونه لگوي ولې د خبرو پر ځاى عملي گام نه اخلي . نجيب الله ساپى کراچۍ پاکستان خلک د کابل پر ادارې باور نه کوي . تر هغو چې په کابل کې سالمه اداره نه وي جوړه شوې د ولس او حکومت ترمنځ د باور مساله د حل لاره نه لري . شاهد احمد سهيل کابل پر واليانو باور بې ځايه دى ځکه چې دوى د وطن د گټو پر ځاى خپلو گټو ته ډير پام کوي . د تيرې اوونۍ پر خپرونې ستاسو برېښناليکونه عبدالمالک اڅکزى له کندهاره د بيان ازادي که وي دا هر څه پکې شته .خليق پښتون له لندن څخه په افغانستان کې بايد رسنۍ د نورو هيوادونو په څير د حکومت او ولس درناوى وکړي . عبدالطيف کاکړ له جلال اباد څخه طلوع تلويزيون تل د افغانستان پر ضد خپرونې خپروي او داسې عمل کوي لکه د يوۀ گاونډي هيواد تلويزيون چې وي . شباب افغان انگلستان د طلوع تلويزيون له افغانانو او افغاني کلتور سره جوړ نه دى . صديق مومند لندن رسنۍ بايد ازادې وي او ډيرو سياسي او ولسي محافلو ته د تگ اجازه ولري . کريم جليلي کابل د طوع تلويزيون پردى کلتور خپروي . اغا محمد او اغا شيرين له کابل څخه په دوو جلا برېښناليکونو کې ليکي ازادي بايد له قانون سره سمه وي . طلوع نه ملي ترمينالوژي پر ځاى کوي او نه هم افغان دودونه . سهيل له کابله طلوع پر معيوبو افغانانو هم ملڼدې وهي لکه د يوۀ کارپوه په باب چې يې د ملنډو پروگرامونه جوړ کړل ايا دا د بيان ازادي ده ؟ ليلما ناصري له کابله د ولسي جرگې غړي بايد په دې وخت ضايعه نه کړي چې پر يوۀ تلويزيون خبرې وکړي تر دې نورې مهمې پېښې شته دي .
|