BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:27 گرينويچ 2006 ,07 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پنځو وړانديز شويو وزيرانو ولسي جرگې ته ويناوې واورولې
ولسي جرگه
د ولسي جرگې استازي به پنځو نويو وزيرانو ته رايه ورکوي .
د ولسي جرگې استازو ته د ولسمشر کرزي له خوا وروپېژندل شويو پنځو نويو وزيرانو خپلې ويناوې تر ډيره د ځان د پېژندگلوئ او د تگلارو د سپيناوي لپاره وکارولې .

د اقتصاد وزارت ته نومول شوي وزير جليل شمس سرټکاوۀ چې ايله څلور ورځې وړاندې له دې خبر شوى چې دغې دندې ته وړانديز کيږي . ښاغلي شمس په همدې دليل خپلې تگلارې ډيرې جوتې نه کړې خو ټينگار يې دا و چې پر افغانانو به يې تکيه ډيره وي او هڅه به کوي چې اقتصاد به په خپلو پښو دروي .

د سوداگرۍ د وزارت لپاره نومول شوي وزير امين فرهنگ په دې ټينگ و چې په افغانستان کې ثبات او سوله د ټولو گاونډيو په گټه ده او په همدې مټ به د دۀ په وينا سوداگري غوړيږي .

ښاغلي فرهنگ په تيرو څو کلونو کې د خپل کار په باب وويل چې تل يې پخپله د خلکو تيلي فون ته ځواب ويلى او د وزارت گاډى يې په تورو شيشو نه و پوښلى بلکې د ولس د يوۀ عام غړي په توگه د دۀ په وينا له ولس سره اوسيدلى دى .

د ترانسپورت او هوايي ملکي چلند لپاره نومول شوي وزير نعمت الله احسان جاويد ژمن و چې د ملي ترانسپورت فعاليت به ټول هيواد ته غځوي . دۀ وويل چې اوس په زابل او نورستان کې ملي ترانسپورت نشته خو دى به هڅه کوي چې هلته هم دغه اسانتيا خلکو ته ورسوي .

ښاغلي جاويد د هوټلونو په باب وويل چې په ټول هيواد کې ٢٣ دولتي هوټلونه شته چې غواړي خصوصي سيکتور ته يې وسپاري .

د اريانا افغان هوايي شرکت د ترانسپورت او هوايي ملکي چلند د وزارت لپاره نومول شوي يو جنجالي شرکت وبالۀ . ښاغلي جاويد وويل په دې برخه کې به يې هڅه دا وي چې دغه شرکت پياوړى شي .

د ښځو د چارو وزيرې حسن بانو غضنفر په پښتو ، دري او ازبکي ژبو خبرې وکړې . دې وويل چې د ښځو د چارو وزارت بايد د دې په وينا دقيق او په ټاکلي وخت کې پلان جوړ کړي . اغلې غضنفر وويل د ښځينه قاضيانو د روزلو لپاره به هڅې کوي .

دې په ټولو ولايتونو کې د لوړو زدکړو د موسسو پر جوړولو ټينگار درلود چې د دې په وينا به په لوړو زدکړو کې د نجونو ونډه ډيره کړي .

ښاغلي خرم د مرکز او ليرې پرتو سيمو او د لوستو او نالوستو کسانو ترمنځ د واټن يادونه وکړه

د کلتور او ځوانانو د وزارت لپاره نوي نومول شوي کريم خرم وويل افغانستان اړ دى چې په هغې نړۍ کې گډ ژوند وکړي چې د دۀ په وينا اوس د يوۀ کلي بڼه غوره کوي . ښاغلي خرم وويل په همدې شرايطو کې د خپل کلتور او عقايدو ساتنه د کلتور او ځوانانو د وزارت دنده ده .

ښاغلي خرم د مرکز او ليرې پرتو سيمو او د لوستو او نالوستو کسانو ترمنځ د واټن يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د دغه واټن په کمولو کې بايد د کلتور او ځوانانو وزارت مهمه ونډه واخلي .

کريم خرم د رسنيو پر ونډې خپلو خبرو کې وويل چې د دۀ په وينا افغاني رسنۍ گواکې په ناامنيو کې ونډه لري . دوى وويل چې په ولايتونو کې هم بايد رسنيو ته پام وشي .

ښاغلي خرم د مطبعو فعالول او د کتابونو چاپ هم ياد کړ . دوى وويل چې د کلتور او ځوانانو وزارت ته که ومنل شو نو د تيرو پنځو لسيزو د تاريخ ليکنې دنده به هم د افغانستان مخورو تاريخ پوهانو ته سپاري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت