BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوي افغان مرستيال د ژبني انډول ساتلو هوډ وکړ

رهين
د اطلاعاتو کلتور پر سرپرست وزير مخدوم رهين پخوانيو دوو مرستيالانو نيوکې لرلې .
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت ته ورپېژندل شوي نوي مرستيال هوډ کړى چې د دغه هيواد د رسمي ژبو هغه انډول چې کره کتونکو به پرې نيوکې کولې له پامه وه نه غورځوي .

دا خبرې دين محمد مبارز وکړې چې د ښاغلي فاضل سنچارکي د تيرې اوونۍ تر استعفى وروسته د نشراتو د مرستيال په توگه وټاکل شو .

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور په وزارت کې دوو مخکينيو مرستيالانو پر سرپرست وزير مخدوم رهين باندې تر نيوکو وروسته دغه څوکۍ پراېښې وه .

دين محمد مبارز چې پخوا د اسلامي وحدت د گوند وياند و د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د اطلاعاتو کلتور د وزارت د نشراتو د مرستيال په توگه وټاکل شو .

دغه څوکۍ تيره اوونۍ تر هغه وروسته تشه شوه چې فاضل سنچارکي پر سرپرست وزير مخدوم رهين نيوکې وکړې او ويې ويل چې کاري زمينه پرې تنگه شوې وه .

نوي گمارل شوي مرستيال وويل له نويو کاري پلانونو سره يې دې کار ته غاړه ايښې ، او غواړي چې په اطلاعاتي او خپرنيزو برخو کې د پام وړ بدلونونه راولي .

د دۀ په وينا هڅه يې دا ده چې د دغه هيواد د رسمي ژبو هغه انډول چې کره کتونکو به پرې نيوکې کولې له پامه وه نه غورځوي .

ښاغلى مبارز ډاډه دى چې د پخوانيو مرستيالانو په برخليک به نه اوړي او له سرپرست وزير سره به کومه لانجه نه پيدا کوي .

دين محمد مبارز د اطلاعاتو کلتور وزارت د نشراتو د مرستيال په توگه په تيرو څو کلونو کې دريم کس دى چې په کار پيل کوي .

تر دۀ وړاندې حميد مبارز او تر هغه وروسته فاضل سنچارکي له خپلو دندو استعفى کړې وه .

د اطلاعاتو کلتور اوسنى سرپرست وزير مخدوم رهين له ولسي جرگې د اعتماد رايه نه ده ترلاسه کړې .

که څه هم ځينې گنگوسې داسې دي چې ښايي بيا هم دى د ولسمشر له خوا ولسي جرگې ته ونومول شي .

خو د افغانستان د قوانينو ترمخه مرستيال څوکۍ د وزير له برخليک سره نه ده تړلې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت