BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:53 گرينويچ 2006 ,31 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مشرانو جرگې د اطلاعاتو او کلتور وزير څخه پوښتنې کړي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين
ښاغلي رهين وويل هڅې کوي د " مبتذلواو غېر اخلاقي " فلمونود خپريدو مخه ونيسي
په لومړي ځل دافغانستان د کابېنې يو وزير د خپلو کاري پروگرامونو په اړه ددغه هيواد د ملي شورا د مشرانو جرگې ته ور وغوښتل شو

د مشرانو د جرگې ځينو غړو دافغانستان د ملي او خصوصي تلوېزيونونو په ځينو پروگرامونو باندې نېوکې درلودې .هغوى ځينې دغه پروگرامونه غېر اسلامي او غېر اخلاقي وبلل او د اطلاعاتو او کلتورله وزېر سيد مخدوم رهين نه يې وغوښتل چې مخه يې ونيسي.

د مشرانو دجرگې او او د اطلاعاتو او کلتورد وزېر سيد مخدوم رهين تر مينځ اصلي بحت په افغانستان کې له تلوپزوني چينلونو نه د خپرېدونکو پروگرامونو پر سر وو.
د مشرانو د جرگې غړو وويل د ملي او خصوصې تلويېزونونو نه ځينې خپريدونکي پروگرامونه داسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمون نلري .

دافغانستان په ملي تلويزيون او خصوصي تلويزونونوکې د ښځو دسندرو او گډاوو خپرېدلو دمشرانو د جرگې غړي په غوصه کړي وو .

دمشرانو د جرگې يو غړي د اطلاعاتواو کلتور وزير ته په قهر جنه لهجه وويل د ښځو سندرې اوگډا په هيڅ ډول اسلامي نه دي .په داسي حال کې چې د مشرانو دجرگې ددغه غړي په وينا دغه ډول فلمونه هره ورځ په افغانستان کې له فعالوتلويزيونو نونه خپريږي .

دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزېر چې غوښتل يې د مشرانو جرگې غړو ته قناعت ورکړي وويل چې په دې وروستيو اونيو کې يو لړ اصلاحات په تلويزيونونوکې را وستل شوي .

ښاغلي رهين وويل هڅې کوي د " مبتذلواو غېر اخلاقي " فلمونود خپريدو مخه ونيسي .

په افغانستان کې د خبري رسنيو د سر غړونو د څيړلو کميسون چې مخدوم رهين يې مشري په غاړه لري په وار وار ددغه هيواد د ملي او خصوصيې تلوويزيونونو له مشرانو نه غوښتي چې د هغو پروگرامونو له خپرېدو ډه ډه وکړي چې دافغانانو په باور په اخلاقي معيارونو برابر نه دي.

په دې وروستيو کې د همدغه کميسون له خوا په کابل کې يو خصوصي تلوېزون د ورته پروگرامونو د خپريدو له کبله نقدې جريمه شو .

لدې سره سره ښاغلي رهېن تينگار وکړو چې په افغانستان کې به د زور له لارې د خصوصي تلوويزيونونو د پروگرامونو څارل معکوسې پاېلې ولري.

د مشرانو د جرگې غړو همدارنگه په دغه غونډه کې ټينگار وکړ چې دافغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې دې د مشرانو جرگې اړوند خبرونه او رپوټونه دولسي جرگې تر خبرونو او رپوټونه مخکې خپاره کړي.

ښاغلي رهين د دغه وړانديز ملاتړ وکړو

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت