|
ښايي ځينې رد شوي وزيران بيا ونومول شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دولتي سرچينو داسې اشارې ورکړي چې کيدى شي له ولسي جرگې نه د تايد د رايې د اخيستو په لومړي پړاوو کې د پنځو وزارتونو د رد شويو کانديدانو له مينځه ځينې د دوهم ځل لپاره د تايد په موخه ولسي جرگې ته معرفي شي . د ولسمشر کرزي وياند په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په مهال لږ تر لږه د دوو دغه ډول کانديدانو د بيا معرفي کيدو د احتمال يادونه کړې ده . دغه اشارې د هغو تودو اوازو او گنگوسو تر شا ورکول کيږي چې وايي ولسمشر په نوي حکومت کې د اطلاعاتو، فرهنگ او ځوانانو د وزارت د سرپوست سيدمخدوم رهين او د اقتصاد د وزارت د سرپرست مير محمد امين فرهنگ د پاتې کيدو هوډ لري . د نوي حکومت د ٢٥ کسيزې کابينې له مينځه د اطلاعاتو او فرهنگ ، اقتصاد ، سوداگرۍ ، ترانسپورت او د ښځو د چارو وزارتونه د هغو زوارتونو په کتار کې دي چې کانديدان يې له ولسي جرگې نه د تايد د رايې په اخيستو کې پاتې راغلي دي . د حکومتي سرچينو له قوله وروستي اطلاعات دا دي چې ولسمشر کرزي دغو وزارتونو ته د کانديدانو لست له سره چمتو کړى او ډير ژر به يې د تايد لپاره ولسي جرگې ته ورمخې ته کړي . د ولسمشر وياند کريم رحيمي په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته د څرگندونو په مهال دا د اونۍ نه بلکه د ورځو خبره وبلله . خو له دې سره سره يې د کومې ځانگړې نيټې يادونه ونه کړه . ها خوا په کابل کې تودې اوازې دا دي چې ښايي د اطلاعاتو او فرهنگ سرپرست وزير سيدمخدوم رهين او د اقتصاد سرپرست وزير مير محمد امين فرهنگ د دوهم ځل لپاره ولسي جرگې ته د اړونده وزارتونو د کانديدانو په توگه معرفي شي . ښاغلي رحيمي په همدې اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې د چا د نامه له يادولو پرته د داسې يوه احتمال يادونه وکړه چې کيدى شي د رد شويو وزيرانو يو يا دوه تنه بيرته په نوي لست کې شامل کړل شي . (( دا د ولسمشر قانوني واک دى چې که يو ځوک د کوم وزارت او کومې ادارې لپاره وړ وبولي ، نوم يې د کانديدانو په لست کې شامل کړي . په دې کې د هغو کسانو له مينځه هم يو يا دوه تنه راتلى شي چې له ولسي جرگې نه د تايد اخيستنې په لومړي پړاوو کې پاتې راغلي دي . )) ښاغلي رهين له ولسي جرگې نه تير وار ١٣١ مخالفې او ٩٣ موافقې او ښاغلي فرهنگ ١٥٤ مخالفې او ٦٣ موافقې رايې اخيستې وې . دا دواړه د بن د کنفرانس په مهال د روم د جرگگۍ په استازيتوب په حکومت شامل شوي وو او تر اوسه د حکومت په بيلابيلو پړاوونو کې د وزيرانوپه توگه پاتې شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||