|
دافغانستان داطلاعاتو کلتور بل مرستيال استعفى وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حسين فاضل سنچارکي د افغانستان د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو په وزارت کې د مرستيالۍ له دندې د دۀ په وينا د نامناسبې فضا له امله لاس په سر شوى دى . دۀ له تير يوۀ کال د خپرونو د مرستيال په توگه په دغه وزارت کې کار کاوۀ . ښاغلى سنچارکي وايي له خپلو هڅو سره يې ونه کولاى شول چې په افغانستان کې د رسنيو او خپرونو د شرايطو د ښه کولو په برخه کې کار وکړي . دى د دې دليل د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د سرپرست وزير سيد مخدوم رهين له خوا هغه محدوديتونه بولي چې دى ورسره په خپلو کارونو کې مخامخ و . دى زياتوي له تيرو درو ورځو څخه يې د ولسمشرۍ دفتر ته خپل استعفى ليک استولى خو ورڅخه غوښتل شوي چې پر ځاى پاتې شي . ښاغلى سنچارکي وايي د دغه وزارت تر کار غوره دا گڼي چې ازاد واوسي او ازاد نظر ولري . ښاغلى سنچارکي وايي دى په هيله دى چې د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د وزارت لپاره ولسمشر نوى کس ونوموي . ښاغلى رهين يو له هغو پنځو وزيرانو څخه و چې ولسي جرگې د اعتماد رايه ورنه کړه خو د نوي کس تر معرفي پورې به دى د سرپرست وزير په توگه خپلو کارونو ته دوام ورکوي . ښاغلى سنچارکي وايي له څه وخته راهيسته مخدوم رهين په دغې څوکۍ باندې د بيا ټاکنې لپاره د تبليغاتو هڅې پيل کړي دي . دغه هڅې ښاغلي سنچارکي د افغانستان له قوانينو خلاف وبللې او ټينگار يې وکړ چې د دۀ په وينا په دغه ډول کمپاينونو او منډو ترړو کې ونډه نه غواړي . ښاغلي رهين د سيد حسين فاضل سنچارکي د استعفى په باب بې خبري وښووده او ويې ويل ښاغلى سنچارکي لا تر اوسه د دۀ مرستيال دى . دا د اطلاعاتو کلتور په وزارت کې دويم مرستيال دى چې له ښاغلي رهين څخه تر گيلو او شکايتونو وروسته استعفى ورکوي . تير کال عبدالمجيد مبارز چې د د اطلاعاتو کلتور د وزارت د خپرونو مرستيال و ښاغلي سنچارکي ته په ورته دلايلو له خپلې دندې لاس په سر شو . له ښاغلي مبارز څخه لږ وروسته د دغه وزارت سر مشاور اعظم رهنورد زرياب هم د ښاغلي رهين پر کارونو نيوکې وکړې او له خپلې دندې لاس په سر شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||