|
پنځه سره کانديدان د وزيرانو په توگه ومنل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې د ولسمشر کرزي له خوا د کابينې پنځو تشو څوکيو ته وړړانديز کړي ټول غړي ومنل . په دې ډول اوس د افغانستان کابينه ټوله د ولسي جرگې له خوا تاييد شوې ده . په پنځو پاتې وزيرانو کې وروستى کس د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د وزارت لپاره کريم خرم و چې ١٢٥تاييد ٨٧ رد او ٧ ناسمې رايې ورکړل شوې . د ښځو د چارو لپاره ميرمن حسن بانو غضنفر د١٥٩ مثبتو ، ٥٥ رد او ٦ سپينو رايو په ترلاسه کولو ومنله .په دې توگه ميرمن بانو تر ټولو ډيرې رايې وگټلې . تر ميرمن بانو وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت لپاره انجينير نعمت الله احسان جاويد د ١٢٢ تاييد ٨٨ رد ، ٧ سپينو او درو ناسمو رايو په ورکړه ومنل شو . د ترانسپورت تر وزارت وړاندې د سوداگرۍ د وزارت لپاره رايې واچول شوې چې د ولسمشر کرزي له خوا نومول شوي کانديد امين فرهنگ ٨٠ منفي ٣ دومره سپينې او ١٣٧ د تاييد رايې ترلاسه کړې او په دې توگه وتوانيد چې د سوداگرۍ د وزير په توگه د ولسي جرگې له خوا ومنل شي . ښاغلى فرهنگ په هغې لومړنۍ کابينې کې چې څو مياشتې وړاندې يې له ولسي جرگې د تاييد رايې ترلاسه کولې د اقتصاد وزارت ته نه و منل شوى . ښاغلي فرهنگ تير ځل ايله ٦٣ رايې ترلاسه کړې وې . تر دې وړاندې د اقتصاد د وزارت لپاره ډاکټر جليل شمس و چې د ولسي جرگې له خوا يې ٧٩ منفي رايې او ٤ سپينې رايې ترلاسه کړې .
ښاغلي شمس هم ١٣٧ رايې ترلاسه کړې او د اقتصاد او کار د وزارت د وزير په توگه ومنل شو . نن ( دوشنبې د زمري ١٦ د اگست ٧ ) هغو پنځو کسانو ته رايې ورکړې چې د کابينې پنځو تشو څوکيو ته د ولسمشر کرزي له خوا نومول شوي وو . د ولسي جرگې له ٢٤٨ غړيو څخه يوازې ٢٢٠ تنه نن د رايې اچونې پر وخت حاضر و. | ورسره تړلي نور خبرونه پنځو وړانديز شويو وزيرانو ولسي جرگې ته ويناوې واورولې07 اگست, 2006 | خبرونه ولسي جرگې ته ٥ نوي وزيران وپېژندل شول07 اگست, 2006 | خبرونه ولسي جرگې د سترې محکمې نهم غړى رد کړ06 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||