BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:22 گرينويچ 2006 ,07 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې ته ٥ نوي وزيران وپېژندل شول
خليلي
کريم خليلي ولسي جرگې ته پنځه نومول شوي غړي وپېژندل
نن ( دوشنبې د زمري ١٦ د اگست ٧ ) د ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال کريم خليلي ولسي جرگې ته هغه پنځه نوي وزيران ولسي جرگې ته وروپېژندل چې په دې وروستيو کې د ولسمشر کرزي له خوا نومول شوي وو .

د ښاغلي کريمي تر خبرو وروسته د پارلماني چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ د دغو پنځو سرو کسانو تعليمي او کاري شامځکه د ولسي جرگې استازو ته واوروله .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر څو مياشتو وروسته د کابينې د هغوڅوکيو لپاره چې د ولسي جرگې د غړو تر رديدو وروسته تشې پاتې وې ، د زمري ١١ د اگست ٢ پنځه تنه وروپيژندلي و .

په دغه نوم لړ کې د اقتصاد لپاره پخوانۍ نومول شوى وزير امين فرهنگ چې تير ځل يې د کابينې تر ټولو غړو لږې رايې گټلې وې ، دا ځل د سوداگرۍ وزارت ته نومول شوى ، د اطلاعاتو او کلتور د پخواني نومول شوي وزير سيد مخدوم رهين پر ځاى د ولسمشر د رسنيو سلا کار کريم خرم ، د اقتصاد وزارت لپاره جليل شمس چې د اوبو او بريښنا په وزارت کې مرستيال وزير دى ، نعمت الله احسان جاويد چې د کابل د هوايي ډگر ريس دى د ترانسپورټ وزارت ته او د کابل پرهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشره حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو د وزيرې په توگه نومول شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت