BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2006 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان کې د کډوالو نوم ليکنه گړندۍ شوه

يو اين
UNHCRوايي چې تيره اوونۍ د کډوالو د نوم ليکنې عمل ګړندى شوى و چې د نوم ليکنې مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې له امله نور کارکوونکي په کار ګمارل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ، UNHCRويلي دي چې پاکستان کې د افغان کډوالو د نوم ليکنې د کمپاين په ترڅ کې يې تر دې وخته د ٢سوو زرو څخه زياتو کسانو نومونه ليکلي دي.

اسلام آباد کې په خپور شوي يو بيان کې UNHCR په افغان کډوالو غږ وکړ چې د روان کال د دسمبر د مياشتې تر پايه د کمپاين تر بشپړيدو وړاندې دې خپل نومونه وليکي.

بيانيه وايي چې د اکتوبر په ١٥ پيل شوي کمپاين کې تراوسه ٢١٩٧٢٦ افغان کډوالو ځان راجستر کړى دى.

صوبه سرحد کې ٩٩٩٥٥ پنځوس ، بلوچستان کې ٥٥٦٥٠ ، سند کې ٢٥٣٧٩ ، پنجاب کې ٣٤٥٣١ او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې ٤٢١١ کسانو نومونه ليکلي دي.
هغه افغان کډوالو ته په دې عمل کې د برخه اخيستو اجازه ده چې تير کال يې سرشميرنه کې برخه اخستې وه.

د تير کال د سرشميرنې ترمخه پاکستان کې ٣.٤ ميليونه افغان کډوال موجود دي.

د دغې عمل راهيسې ٥٨٠٠٠٠ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې دا وخت پاکستان کې شاوخوا ٢.٤ ميليون کډوال موجود دي.

UNHCRوايي چې تيره اوونۍ د کډوالو د نوم ليکنې عمل ګړندى شوى و چې د نوم ليکنې مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې له امله نور کارکوونکي په کار ګمارل شوي دي.

پاکستان کې د UNHCR مرستيال استازي اندريکا راتاوتې په افغان کډوالو غږ وکړ چې بغير د انتظار دې زر تر زره خپل نومونه وليکي.

UNHCRوايي چې هر هغه افغان وګړي ته به يو شناختي پاس ورکړي چې د دغې کار په بنياد به هر افغان وګړى تر دريو کالو پاکستان کې د اوسيدو قانونى حق ولري.

د پاکستان د رياستونو او سرحداتو وزير يار محمد رند وايي هغه افغان کډوال چې خپل نومونه ونه ليکي نو هغوى ته به پاکستان کې د غير قانوني کډوال په حيث وکتل شي.

UNHCRد نوم ليکنې د عمل لپاره پاکستان سره د شپږو ميليونو ډالرو امداد کړى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت