BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:46 گرينويچ 2006 ,03 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له پاکستانه د افغان کډوالو ستنيدل گړندي شوي

افغان کډوال
ملگري ملتونه او پاکستان وايي د ژمې له تيريدو وروسته د افغان کډوالو د ستنيدو بهير بيرته گړندى شوى دى .
دملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري يا UNHCR وايي چې افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه د ستنيدو له پروګرام سره سم تيره مياشت شاوخواه ٩٠٠٠ کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي

UNHCR د يخ موسم له ځنډ وروسته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنيدو پروګرام د مارچ په لومړۍ نيټه يو وارې بيا شروع کړ.

اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ په خپور شوي يو بيان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وويل چې تيره مياشت د صوبه سرحد څخه ٥٢١٨، بلوچستان نه ١٨٤٠ ، جنوبى سيند صوبې نه ١٤٤٢ او د پنجاب او اسلام اباد څخه ٣٦٢ کډوال ستانه شول .

د پاکستان افغانستان او UNHCR ترمينځه د افغان کډوالو خپل هيواد ته په خپله خوښه د ستنيدو د پروګرام ترمخه د روان کال د مارچ د ستنيدو اخري مياشت وه ولې وروسته دا موده د روان کال تر دسمبره وغځول شوه .

ملګري ملتونه وايي چې د سفري اسانتياو لپاره هرې کورنۍ ته د ٤ او ٣٧ ډالرو ترمينځه پيسې ورکوي ،دې سره سره هر يو کس ته ١٢ ډالره مرستې هم ورکړې کيږي .
د درې اړخيزه کميشن تر تايد وروسته پاکستاني چارواکو په بلوچستان کې د ګيردي ځنګل او ځنګل پير علي زى او په صوبه سرحد کې د کچه ګړۍ او جلوزو د کيمپونو د اپريل له ٣٠ نيټې څخه د تړلو پريکړه کړې ده .

دې کيمپونو کې اوسيدونکو کډوالو ته ويل شوي دي چې بلوچستان کې د محمدخيل او صوبه سرحد کې نورو ١٠ کيمپونو ته منتقل شي .

UNHCR وايي چې تيره مياشت د دې کيمپونه څخه ٦٠٠ کډوال ستانه شوي دي او پاتې شاوخواه ٢٥٠ زره کډوالو د منتقل کيدو په اړه هيڅ پريکړه نه ده کړې .

د UNHCR بيان وايي چې د ادارې په مرسته په ٢٠٠٢ کال کې افغانستان ته د واپس ستنيدو د پروګرام ترمخه تر اوسه ٢.٧ميليون افغانان ستانه شوي دي
UNHCR وايي چې اوس هم ٢.٦ ميليون کډوال پاکستان کې اوسيږي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت