|
پاکستان کې د کډوالو نوم ليکنه روانه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسلام آباد کې UNHCR وياندې ميرمن وي وين تان بي بي سي ته په يوه مرکه کې وويل چې له وړوکي اختر وروسته د نوم ليکنې په کار کې درې چنده زياتوالى راغلى دى. هغې وويل چې د نوم ليکنې عمل به د روان کال تر اخره پاى ته ورسيږي چې وروسته به کډوالو ته د نوم ليکنې د ثبوت کارد ، PoR) ( چې د کارد موده به ٣ کاله وي. د نوم ليکنې کار تير کال د فبرورۍ او مارچ په مياشت کې په پاکستان کې د کډوالو له سر شميرنې وروسته پيل شوى دى چې په سر شميرنې کې د ٣ ميليونو څخه زيات افغان کډوال شميرل شوي وو. له سرشميرنې راهيسې پاکستان څخه ٥٨٠ زره کډوال د UNHCR په مرستو افغانستان ته واپس ستانه شوي دي. UNHCR وايي دا وخت پاکستان کې شاوخواه دوه اشاريه څلور ميليون افغان کډوال ژوند کوي. د UNHCRوياندې دا نظر په کلکه رد کړ چې ګنې د نوم ليکنې د عمل وروسته به کډوال په زور د پاکستان څخه وايستل شي. ميرمن وي وين تان وويل د نوم ليکنې هدف د کډوالو ساتنه ده. هغې وويل هېله مند ده چې د کارډ له ترلاسه کولو وروسته به پوليس کډوال تنګ نه کړي. د پاکستان د نوم ليکنې ملي ادارې د نوم ليکنې لپاره ١٠٠ مرکزونه جوړ کړي چې د کار ذمه واري دوه نيم زره کسانو ته ورکړل شوې ده. د نوم ليکنې لپاره امريکې ، برتانيې او اروپايي کميسيون شاوخوا٦ ميليون ډالر ورکړي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان کې د کډوالو نوم ليکنه پيليږي08 سپتمبر, 2006 | خبرونه د افغان کډوالو لومړنى کمپ تړل کيږي23 فبروري, 2006 | خبرونه راستنو شوو کډوالو ته به دکورونو لپاره ځمکه ورکړل شي 21 فبروري, 2006 | خبرونه په پاکستان کې د افغان کډوالو راتلونکى19 دسمبر, 2005 | خبرونه م . م : ځينې افغان کډال ښايي ستنيدو ته چمتو نه وي22 نومبر, 2005 | خبرونه په کابل کې پر کډوالو مځکې وېشل کيږي29 اکتوبر, 2005 | خبرونه ملگري ملتونه : له افغان کډوالو سره مرسته کوو08 سپتمبر, 2005 | خبرونه له باجوړ او کرمې د ستنو شويو کډوالو ماشومان مړۀ شوي04 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||