BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:04 گرينويچ 2006 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان کډوالو لومړنى کمپ تړل کيږي
کډوال
پېښور ته نژدې د کچه گړۍ کمپ په پاکستان کې د افغان کډوالو له لومړنيو کمپونو څخه و
د پاکستان حکومت اعلان کړى دى چې د افغان کډوالو درې کمپونه به د غويي / اپريل په مياشت کې تړي .

په دغو کمپونو کې د کچه گړۍ کمپ هم شامل دى چې په پاکستان کې د افغان کډوالو له لومړنيو کمپونو څخه و .

دوه نور کمپونه په بلوچستان کې دي چې د ځنگل پير عليزى او گردي ځنگل کمپونه دي .

پاکستاني حکومت په دغو کمپونو کې مېشتو افغانانو ته ويلي چې يا افغانستان ته ستانۀ شي او يا هم په پاکستان کې کوم بل ځاى ومومي .

په دغو درو سرو کمپونو کې نژدې ١٢٠ زره افغانان اوسيږي .

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغوکمپونو له تړلو وروسته به افغانانو ته اجازه ورنه کړي چې دغلته پسې پاتې شي .

امنيت او د مځکې اړتيا د دغو کمپونو د تړلو لپاره د دلايلو په توگه ياد شوي دي .

د کچه گړۍ د کمپ تړلو ته پاکستاني حکومت تير کال هوډ کړى و . دغه کمپ د ١٩٧٠ کلونو په پاى کې هغه وخت جوړ شو چې د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ .

د کچه گړۍ سيمه په هغو کلونو کې سپېره دښته وه خو افغان کډوالو پکې له خټينو کورونو سره شنې ونې وکرلې او په وروستيو کلونو کې دغه ځاى په يوې ابادې سيمې بدل شو .

د پېښور ښار له پراخيدلو سره اوس کچه گړۍ په دغه ښار کې گډه شوې سيمه ده او دغلته د کور جوړولو لپاره مځکه خورا په گرانه بيه موندل کيږي .

شميرې ښيي چې اوس هم په کچه گړۍ کې ٥١٠٠٠ افغان کډوال اوسيږي .

تير کال له پاکستان څخه د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په مرسته ٢.٧ ميليونه افغانان خپل هيواد ته ستانۀ شول .

ملگري ملتونه وايي چې اوس هم په پاکستان کې ٢.٦ ميليونه افغان کډوال اوسيږي .

په يو بل خبر کې پرون افغانستان او پاکستان د جلال اباد او پېښور ترمنځ د بسونو د تگ و راتگ يو تړون لاسليک کړ . دواړو هيوادونو وويل چې د کوټې او کندهار ترمنځ به هم دې ته ورته بسونه څو مياشتې وروسته تگ و راتگ پيل کړي .

پاکستاني چارواکي د پېښور جلال اباد او کندهار کوټې ترمنځ د الوتکو د تگ راتگ يادونه هم کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت