BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2006 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان کې د کډوالو نوم ليکنه پيليږي

افغان کډوال
هغه افغان وګړي چې نوم ليکنه کې برخه وانه خلى له هغوى سره به د پاکستاني قانون په بنياد سلوک کيږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR وويل چې له نوم ليکنو وروسته به افغان کډوال پاکستان کې د ژوند کولو لپاره د نوم ليکنې ثبوت يا PoRکارډ ترلاسه کړي.
د UNHCRاسلام اباد کې په خپره شوې بيانيه کې وويل شول چې دا کارډ به د ٣ کالو لپاره اعتباري وي.

د بيانيې ترمخه هغه افغان وګړي ، چې د ١٩٧٩ کال د دسمبر لومړۍ نېټې څخه وروسته پاکستان ته راغلى وي او تير کال د پاکستاني حکومت لخوا د فبرورۍ او مارچ په مياشت کې سر شميرنه کې يې ګډون کړى و د نوم ليکنې لپاره مستحق دي.
هغه کسان چې پاکستاني شناختي کارډ يې ترلاسه کړى وى هغوى به د نوم ليکنې حق ونه لري.

هغه افغان وګړي چې نوم ليکنه کې برخه وانه خلى له هغوى سره به د پاکستاني قانون په بنياد سلوک کيږي.

بيانيه وايي چې د نوم ليکنې کار به د اکتوبر په١٥نېټه پيل شي چې دا عمل به تر لسو اوونيو دوام ولري.

د نوم ليکنې مسووليت د پاکستان د نوم ليکنې د قامي ادارې يا نادرا په غاړه دى چې د سرحداتو او رياستونو وزارت به ورسره مرسته وکړي.

UNHCRبه د نوم ليکنې لپاره شپږ ميليونه ډالر پاکستاني حکومت ته ورکړي.

د نوم ليکنې لپاره به پاکستان کې له افغان کډوالو څخه هيڅ پيسې نه اخستل کيږي

UNHCRوايي چې د کارډ مقصد فقط د افغانانو شناخت دى چې د دې په بنياد به نور هيڅ امتيازات ترلاسه نه کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت