BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:54 گرينويچ 2006 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
راستنو شوو کډوالو ته به دکورونو لپاره ځمکه ورکړل شي

افغان کډوال
افغان راستانه شوي کډوال د بې کورۍ له ستونزو شکايت کوي
د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وايي په نوي لمريز کال کې به را ستنو شوو کډوالو ته د ځمکې نژدې ٥٠٠٠٠٠ (پنځه سوه زره ) نمرې وويشي.

د کډوالو د چارو وزارت وايي دوئ تر دې دمه ځينو ولايتونو کې د"" ځمکو له مافيا "" سره ستونزې درلودې او دولتي مځکې يې له هغوئ تر لاسه کولى نشوى.

د کډوالو دچارو وزارت وايي يوازې يوه مياشت کيږي چې د ځمکو د ويش د څرنگوالي فرمان د ولسمشرکرزي د دفتر له خوا دوئ ته ور رسيدلى.

گڼ شمير را ستانه شوي کډوال چې استوگنځاى نلري له ستونزو سره مخ دي چې دهغو يوه برخه بيرته کډوالۍ ته اړ کيږي.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وايي د وري ( حمل ) مياشت کې به د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې دځمکې ٥٠٠٠٠٠ نمرې را ستنو شوو کډوالو ته وويشي. د کډوالو د چارو وزارت وايي دوئ ځمکې ويش ته چمتو کړي خو د مستحقو او نا مستحقو تر منځ توپير هم د دوئ په وړاندې ستره ننگونه ده.

د کډوالو د چارو د وزارت مرستيال محمد نعيم غياسي دا خبرې د کابل ولايت د کډوالو د استازو په غبرگون کې وکړې چې له دغه وزارت نه يې د کورونو جوړولو لپاره د ځمکو د ويش غوښته درلوده.

تورن نورمحمد چې ځان د کابل ښار د استوگنو استازى پيژني وايي څلور کاله کيږي چې د کابل د کډوالو په استازيتوب د کډوالو د چارو له وزارت نه د ځمکو د ورکړې غوښتنه کوي.

خو ښاغلى غياسي وايي د کابل نژدې ٣٠٠ ستنو شويو کورنيو ته يې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه په پام کې نيولې، خو تر هغه چې د ولسمشر کرزي له فرمان سره سم ادعا کوونکى ټول شرايط نه وي بشپړ کړي هغه ته ځمکه نشي ورکو لاى.

دى وايي يوازې يوه مياشت کيږي چې د ځمکو د ويش د څرنگوالي فرمان د ولسمشرکرزي د دفتر له خوا دوئ ته ور رسيدلى او دوئ به د ويش چارې له فرمان سره سم تر سره کوي.

د ښاغلي غياسي په وينا دوئ ځينو ولايتونو کې د "" ځمکو له مافيا ""سره ستونزې درلودې او دولتي ځمکې يې له هغوئ تر لاسه کولى نشوى.

((باور وکړي چې موږ تر اوسه يوه ولايت ته لس لس ځله تللي يو چې ځمکې د"" ځمکو د مافيا "" له منگولو خلاصې کړو، آن زموږ ځان په خطر کې و.))

ښاغلى غياسي وايي دوئ ډيره موده وړاندې د وزيرانو شورا ته وړانديز کړى چې د ځمکو بيه وټاکي خو د وزيرانو شورا تر اوسه د يوې بسوۍځمکې بيه نده ټاکلې.

((د کميسيون د وړانديز پر بنسټ د ځمکې د بيې د ټاکلو وړانديز د وزيرانو شورا ته وړاندې شوى، خو فکر کوم تر اوسه يې د يوې بسوې ځمکې بيه نده ټاکلې. د وزيرانو د شورا کارونه ډير دي او دولت هم ډيرې ستونزې لري. تر هغه چې د ځمکې بيه ونه ټاکل شي موږ دملکيت سند نشو ورکولى. که د وزيرانو شورا زموږ دغه ستونزه آواره کړي، موږ به د اونۍ ١٠٠٠ تر ٢٠٠٠ نمرې ځمکه مستحقينو وويشو. ))

گڼ شمير را ستانه شوي کډوال وروسته له يوې لنډې مودې بيرته کډوالۍ ته مخه کوي.
يو شمير افغانان هيواد ته راځي او يو شمير نور له هيواده وځي.

ښاغلى غياسي وايي د بيرته تگونو لامل يوازې بې کوري او بې ر وزگاري نده بلکه د افغانانو او د گاونډيو هيوادو د خلکو ترمنځ خپلوۍ او دوستۍ هم پر تگ را تگونو اغيز لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت