|
پاکستان کې د افغان کډوالو نوم ليکنه پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تيرو ديرشو کلونو راهيسې مليونونه افغانان پخپل هيواد کې دجگړو له کبله پاکستان ته وليږدېدل . په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د طالب واکمنۍ له ماتې وروسته چارواکي دوى هڅوي چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. ددوى زياته برخه هيواد ته ستنه شوې هم ده. خو لا هم دوه نيم مليونه تنه هلته پاتې دي چې نيمايې يې د کډوالو په پنډغالو يا کمپونو کې اوسيږي . دوى د گرځنده ټولنې په څېر دي . په لسگونو زره يې هره ورځ له پولې اوړي او را اوړي او زياتره يې د گنډو کاروبار کوي ،لکه کوچنۍ سوداگري . حکومت وايې چې ښايي د کډوالو په منځ کې ځينې طالب اورپکي وي خو زياتوي : دا سخته ده چې ددوى پيژندگلوي وشي ځکه چې دغه کسان په ټولنه کې ورگډ دي . د نوم ليکنې لړۍ به په لسو اوونيو کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNCHR په مرسته بشپړه شي . دا بهير به دولت ته دا معلومات ورکړي چې څوک دلته ژوند کوي او ددوى څارنه به هم اسانه کړي . د نوم ليکلو د بهير په ترڅ کې به افغان کډوالو ته ددرې نورو کلونو لپاره پيژند پاڼې هم ورکړلې شي . وروسته به بيا حکومت په دې موخه د افغان کډوالو گرد کمپونه وتړي چې افغانان بيرته هيواد ته ستانه شي . خو دا به ډيره سخته وي . يوه پلټنه ښيي چې زياتره افغانان غواړي په پاکستان کې پاتې شي . ددې يو لامل په افغانستان کې د امنيت نشتوالى دى او بله دا چې په پاکستان کې ددوى لپاره ددندو تر لاسه کول او د سرپنا پيدا کول اسان دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ملگري ملتونه : له افغان کډوالو سره مرسته کوو08 سپتمبر, 2005 | خبرونه راستنو شوو کډوالو ته به دکورونو لپاره ځمکه ورکړل شي 21 فبروري, 2006 | خبرونه کراچى ښا ر کې د کډوالۍ بې سارې کچه02 اکتوبر, 2006 | خبرونه د افغان کډوالو لومړنى کمپ تړل کيږي23 فبروري, 2006 | خبرونه م.م.: پاکستان څخه په خپله خوښه د افغانانو ستنېدل روان دي03 اپريل, 2006 | خبرونه په نړۍ کې د کډوالوشمير کم شوى دى 19 اپريل, 2006 | خبرونه له پاکستان نه سږ کال په لسگونو زره کډوال ستانۀ شوي11 جولاى, 2006 | خبرونه مشرف: ځينې ورانکاري رېښتيا هم افغانستان ته اوړي 21 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||