|
کراچى ښا ر کې د کډوالۍ بې سارې کچه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگري ملتونه وايي ښارونو ته د کډوالۍ بې سارې کچه د نړۍ څېره ور بدلوي. د نړۍ د وگړو له نيمايي ډېر اوس په ښاري سيمو کې ژوند کوي، او ملگري ملتونه وايي دا شمېره به تر دوزره پنځوسم کاله دوه په دريمې يا شاو خوا شپږ مليارد خلکو ته لوړه شي. د بشري استوگنې په اړه د ملگرو ملتو اداره هبيتات وايي کډوالۍ او د وگړو د شمېر طبعي وده په ښارونو کې د وگړو د ډېرېدو لامل دي. دا اداره وايي ښارونو ته د خلکو کډه کېدل کېدى شي د ښارونو لپاره ښه وي، خو ورسره لوى ټولنيز کړکېچونه هم مله دي ، او نړيوال مهاجرتونه کېدى شي له خوارو هېوادو څخه د هغو تر ټولو ښه ماغزه واخلي. د ملگرو ملتو رېپوټ د پاکستان د کراچۍ پر ښار باندې پام ورټول کړى ، هغه ښار چې تر يوۀ ځايه يې د نا کنتروله مهاجرت په نتيجه کې تر ټولو ډېر تاو تريخوالى لېدلى دى. کراچۍ نژدې د ١٢ مليونه وگړو ښار دى. دا ښار د صنعت او اقتصاد له پلوه لکه د پاکستان د ملا تير داسې دى . پدې ښار کې د کډوالو بشپړ شمير نه دى څرگند خو د ملگرو ملتونو څيړنه ښيي چې څو برخې کډوال دې ښار ته نوي راغلي دي . د کډوالو لومړنۍ څپه په کال ١٩٤٧ کې د انگريزانو له خوا پر دوه هيوادونو د ويشلو پر وخت له هند څخه راغله. د بيوزلو کډوالو يوه کوچنۍ برخه د پاکستان له شمالي سيمې څخه راغله او په دې ښار کې ميشت شول .
خو په دې وروستيو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اټکل له مخې د يو مليون په شاوخوا کې بنگله ديشي کډوال په دې ښار کې ځاى په ځاى شوي دي . دلته همداراز نيم مليون هغه افغان کډوال ژوند کوي چې په ١٩٨٠ کلونو کې پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد د تيري او په وړاندې يې د افغانانو د مبارزې پر وخت راغلي وو . دلته يو څه برمايي کډوال هم ژوند کوي چې په دې وروستيو کې دې ښار ته راکډه شوي دي . د پاکستان دولت هڅه کوي چې دا ټول کډوال راجسټر کړي . خو د ملگرو ملتونو د څيړنې پر بنسټ د ښار څانگو ته يې پکار ده چې برمايې او بنگله ديشي کډوال يوې سيمې ته راټول کړي . دغه څيړنه ښيي چې دولت د سيمې توکميزو مافيايي ډلو ته اجازه ورکړې چې دييلا بيلو ټولنو پر سر واک وچلوي . دا حالت له ١٩٨٠ کال راهيسې د بيلابيلو ډلو ترمنځ تاوتريخوالى خپور کړى دى . د ملگرو ملتونو څيړنه ښيي چې نارسمي ټولنيز ې شبکې د توکم پربنسټ د خلکو د ښاري خدماتو په برخه کې مهمه ونډه لري . دا کار ښايې گټه وکړي خو حکومت هم بايد په دې خبر وي چې دا حالت به له ښار سره تړلى د خلکو احساس په ژوره توگه وتوږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||