BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:49 گرينويچ 2006 ,19 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په مزار شريف کې درې لوبغالي جوړيږي

لوبغالى
په افغانستان کې لوبغاړي تل شکايت کوي چې د لوبغاليو له نشتوالي سره مخامخ دي
د افغانستان په شمالي ښار مزار شريف كې د لوبو د پرمختيا په تمه د درې سترو لوبغالو د بنسټ ډبرې د دغه هيواد د اولمپيك د مشر محمد انور جګدلك له خوا كيښودل شوې .

نوموړى چې په دغه سفر كې د افغانستان د اړوندو لوړ پوړو چارواكو د يو پلاوي مشرۍ كوي خبريالانو ته وويل چې په دې هيوادكې به د لوبو د پرمختګ او پراختيا لپاره خپل ټول وس وكاروي .

ښاغلي جګدلك خبر وركړ چې د غوايي يا ثور د مياشتې ٢٥يې د لوبو ملي ورځ نومولې او د دغې ورځې په وياړ د افغانستان څلورو ګاونډيو هيوادونو ته د ګډون بلنه وركړل شوې.

ده وويل په دغه ورځ به افغان لوبغاړي په كابل كې د بلل شوو هيوادونو له هغو سره په سياليو كې برخه واخلي .

خو د بلخ په څير ولايتونو كې افغان لوبغاړي د دغه هيواد د اولمپيك پر ادارې نيوكې كوي چې ټول پام يې پر كابل راټول كړى دى او د ولايتونو لوبغاړو ته په نړيوالو او ملي سياليو كې كمه ونډه وركول كيږي .

ځينې لوبغاړو پر سيمه ييزو چارواكو نيوكې وكړې چې د لوبو د پرمختيا او د ځوانانو د هڅونې لپاره كار نه كوي .

چارواكو وويل چې درې نوي جوړيدونكي لوبغالي به د فټبال ، واليبال ، كركټ او اوزلوبې لپاره وكارول شي .

د بلخ والي عطا محمد نور او د افغانستان د اولمپيك د ادارې مشر محمد انور جګدلك مې ددغو لوبغالو د پرانستنې پر مهال وننګاوۀ چې دلوبغاړو د نيوكو ځواب ووايي . ښاغلي نور وويل .

(( په هره برخه كې مې د وړتيا تر كچې څومره چې مې درلوده تل مې مرسته كړې ده .د لوبو په بيلا بيلو برخو كې !.د لوبو بيلا بيلې ټولنې چې دلته دي . يو شى بايد ومنو چې ځانګړې بودجه او د لوبغاړو د ستونزو د اواري لپاره امكانات نه لرو .ما چې څومره مرستې كړي دي له خپل شخصي جيب څخه مې كړي دي او ځينې وخت ملي سوداګرو مرسته كړې ده . دولت په دې برخه كې هيڅ مرسته نه ده كړې .كومه پرمختيايي يا عادي بودجه چې د لوبو د پرمختګ لپاره وي نشته .))

افغانستان له جګړو وروسته په هر ډګر كې د پرمختګ هڅه كوي خو د زياتره خلكو په وينا د ملكي او ټولينز چوپړ بيا رغاونه د يوه يا دوه كلونو كار نه دى .

لوبي چې هم د دغو څانګو يوه بنسټيزه برخه جوړوي په افغانستان كې د نورو زيانمنوشوو بنسټونو ترڅنګ د افغان دولت پريكنده دريځ او د پرمختګ لپاره يې د پياوړو ګامونو وچتولو ته اړتيا لري چې افغان ځوانان د لوبو په بيلا بيلو برخو كې له اوسنيو ستونزو څخه وباسي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت