BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:19 گرينويچ 2005 ,12 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د سويلي اسيا پخواني اتل ته ماتې ورکړه
سوله ساتي
د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته افغان فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ لوبه له سوله ساتو نړيوالو سرتيرو سره وکړه .
افغانستان د سويلي اسيا دفوټبال فدراسيون په اتلوليو کې د دغو اتلوليو پخواني اتل سرېلنکا ته ٢-١ ماتې ورکړه .

دا په دغو اتلوليو کې د افغانستان لومړنی بری دی . د افغانستان له خوا حفيِظ الله قديمي په ٣٥ دقيقه کې لومړنی ګول وکړ .

څلور دقيقې وروسته معروف ګلستاني له خورا ليرې واټنه د فول يو شارټ په ګول بدل کړ او په وقفه کې افغانستان دوه صفر وړاندې پاتې شو .

په دويمه برخه کې افغانستان تر ډيره دفاع وکړه خو د سرېلنکا پر ګولونو يې هم بريدونه وساتل .

د افغانستان ګول ساتونکی شمس الدين اميري له پاکستان او سرېلنکا سره ډير ښه ولوبيد . خو د لوبې په ٨٥ دقيقه کې يې کرونانتانې وکولای شول چې د خپل هيواد يوازینی ګول وکړي .

افغان لوبډله دغو لوبو ته چې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې ترسره کيږي له ښه چمتووالي سره نه وه راغلې . په لومړنۍ لوبه کې دوی له مالديپ سره په ٩-١ لوبه وبايلله او داسې وايسيدل چې د سويلي اسيا د اوو هيوادونو په پرتله به د افغانستان لوبډله ډيره کمزورې وي .

 د افغانستان پر ملي لوبډلې يوه نيوکه د ځينو دا وي چې يوازې د پلازمېنې کابل لوبغاړو ته کتنه کوي .

خو له پاکستان سره په دويمه لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او ايله په يو صفر يې لوبه وبايلله . له سرېلنکا سره د افغانستان لوبه تشه په دې مانا وه چې د لومړي پړاو په پای کې به څوک وروستی مقام ترلاسه کوي .

سرېلنکا نه يوازې پخوا د سويلي اسيا د هيوادونو فوټبال اتله وه بلکه اوس د فوټبال په نړيوالو درجه بنديو کې هم تر افغانستان ٥٤ درجې پورته بلل کيږي .

د يادونې وړ ده چې د سويلي اسيا د نورو اوو هيوادونو ( پاکستان ، هند ، سرېلنکا ، مالديپ ، بوټان ، بنګله ديش ، نيپال ) په پرتله د جنګ ځپلي افغانستان لوبغاړيد لوبو د اسانتياو او د لوبغاليو له پلوه خورا په کمزوري دريځ کې دي .

د افغانستان پر ملي لوبډلې يوه نيوکه د ځينو دا وي چې يوازې د پلازمېنې کابل لوبغاړو ته کتنه کوي . ښايي همدا دلايل وي چې د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته افغان لوبغاړو يوازې د قرغزستان او سرېلنکا سره په لوبو کې بری موندلی دی .

د سويلي اسيا د فوټبال فدراسيون په لوبو کې د افغانستان په ملي لوبډله کې دغو لوبغاړو لوبه وکړه :

ګول ساتونکي : شمس الدين اميري ، حميدالله يوسفزی

دفاع : علي احمدي ، بشير احمد ، سعادت قدرت الله حسيني ، عبدالمعروف ګلستاني ، علي احمد يارزاده ، منوچهر عزيزي ، اسلام الدين اميري

منځډګري لوبغاړي : محمد سليم کوهستاني ، سيد مقصود ، فرهاد رضا خان ، رضا محمودي ، احمد وحيد عباسي ، سيد قاسم شريفي ، سيد بشير اعظيمي

ګول وهونکي : حفيظ الله قديمي ، محمد جلال افشار ، سورج اخوان ، مصطفی بيات .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت