|
اسيا د فوټبال نوې اتلولي پيلوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د فوټبال فدراسيون مشر سعيد فيصل صالح حيات د اسيا د فوټبال کانفدراسيون هغه هڅه وستايله چې د اسيا د فوټبال کانفدراسيون د ننګونې کپ يې د ١٧ هيوادونو لپاره پيل کړی دی . په دغو هيوادونو کې پاکستان ، افغانستان ، تاجيکستان او قرغزستان شامل دي . دغه سيالۍ به په هرو دوو کالو کې يو ځل په دغو يادو شويو هيوادونو کې ترسره کيږي او ټول لګښت به يې د اسيا د فوټبال کانفدراسيون له خوا ورکول کيږي . د اسيا په لويه وچه کې افغانستان او پاکستان له هغو هيوادونو دي چې لا تر اوسه پکې د فوټبال لوبې په نړيواله کچه ډيرې نه دي غوړيدلي . په افغانستان کې د تيرو درو لسيزو جگړو د فوټبال او نورو لوبو لپاره اسانتياوې په نشت حساب کړي دي . خو د طالبانو له نسکوريدو وروسته يو وار بيا افغان لوبغاړو په يو شمير نړيوالو لوبو کې برخه واخيسته . په دغو لوبو کې يې يوازې له قرغزستان څخه لوبه ٢ په ١ وگټله خو په نورو لوبو کې له ماتيو سره مخامخ شو . د اسيا د ننگونو کپ به د پاکستان او افغانستان لپاره د فوتبال په ډگر کې په نړيواله کچه د تجربې د موندلو ښه موقع برابره کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||