|
د فوټبال د نړيوالو اتلوليو مهالوېش اعلان شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نړيوالو اتلوليو لپاره هر ځل د مهالوېش او درجه بنديو د اعلان پر وخت ليدل شوي وي چې يو نه يو گروپ ډير گران وي . دا ځل لږ تر لږه دوه گروپه داسې راغلي چې تر نورو گران ښکاري . په يوۀ کې د تيرو اتلوليو اتل برازيل له کرويشيا ، استراليا او جاپان سره مخامخ دى . کرويشيا په ١٩٩٨ کال کې په نړيوالو اتلوليو کې دريم مقام گټلى وو خو اوس يې لوبډله هغومره غښتلې نه ده . البته له دې سره هم د اروپا هره لوبډله په خپله لويه وچه هم تل ښه ځليدلې وي . جاپان د اسيا د لويې وچې اتل هيواد دى . دا دريم پرله پسې ځل دى چې دوى د نړيوالو اتلوليو لوبو ته د غوراوي له پړاوه تيريږي . تير ځل چې په جاپان او سويلي کوريا کې اتلولۍ کيدې جاپان ډيره ښه لوبه کړې وه خو دا ځل به د استراليا ، کرويشيا او برازيل په ماتولو د ډيرو په گومان ونه توانيږي . استراليا که څه له ١٩٧٤ کال څخه راهيسته په لومړي ځل په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي خو لوبغاړي يې په اروپايي کلبونو کې لوبه کوي . دوى په دې وروستيو کې برازيل او انگلستان ته هم ماتې ورکړې وې او دا امکان ډير دى چې په دغو اتلوليو کې ښه وځليږي . برازيل بيا د رونالدينو ، رونالدو ، انديانو ، کاکا او روبينيو په څير لوبغاړي لري چې د ځينو په گومان يې له لوبې د نڅا هنر جوړ کړى او مينه وال په خپله جادوگره لوبه هيښوي . په سي گروپ کې د لاتيني امريکا يوه بله وتلې لوبډله ارجنتاين له هالند ، عاج ساحل او سربيا مانتينيگرو سره مخامخ ده . دغه گروپ ښايي تر ټولو گران وي . ارجنتاين د نړۍ يوه له ډيرو ښو لوبډلو گڼل کيږي خو هالنډ ښايي تر هغو هم غښتلى وي . د عاج ساحل د افريقا تر ټولو غښتلې لوبډله ده که څه هم دا به د دوى لومړنى ځل وي چې د نړيوالو اتلوليو سيالۍ ته راوځي . د عاج ساحل لوبغاړي د انگلستان او اسپانيا په وتليو کلبونو کې لوبه کوي چې د ډيرو په گومان به دغه تجربه د دوى لپاره خورا مهمه وي . کوربه هيواد جرمني په پرتله ييزه توگه تر ټولو په اسان گروپ کې دي . دوى له کوستاريکا ، پولنډ او ايکوادور سره مخامخ دي چې د فوټبال په نړۍ کې پياوړې لوبډلې نه بلل کيږي .
په بي گروپ کې انگلستان له پراگواى ، ترينيداد او تيبيگو او سويډن سره مخامخ دى . د انگلستان د ملي لوبډلې روزونکى د سويډن اوسيدونکى دى او دا دويم پرله پسې ځل دى چې دغه دوه هيوادونه د نړيوالو اتلوليو په سياليو کې سره مخامخيږي . په ډي گروپ کې مکسيکو له ايران ، انگولا او پرتگال سره مخامخ ده . ايران ښايي تر انگولا غښتلى وي خو د مکسيکو او پرتگال په وړاندې به څه ونه شي کړى . په أي گروپ کې ايټاليا له گانا ، متحدو ايالاتو او چيک جمهوريت سره سيالي کوي . دغلته هم گانا د ډيرو په گومان د بري هيله نه لري خو د پاتې درو لوبډلو سيالي به د پام وړ وي . په جي گروپ کې فرانسه له سويس ، سويلي کوريا او توگو سره لوبه کوي . فرانسه ظاهرآ خورا ډيره غښتلې ده او بايد کومه ستونزه ونه ويني . سويلي کوريا ښايي د اسيا له لويې وچې يوازينى هيواد وي چې بخت ورسره ياري کړې او دا امکان شته چې دويم پړاو ته لار ومومي . سعودي عربستان بيا په ايچ گروپ کې له اسپانيا ، اوکراين او تيونس سره سيالي کوي . ښايي له تيونس سره چې د افريقا اوسنى اتل هيواد دى سعودي ښه لوبه وکړي خو له اسپانيا او اوکراين سره به ونه ځليږي . د فوټبال لوبې کارپوهان په دې باور دي چې برازيل به بيا هم تر ټولو پياوړى هيواد وي خو د يادونې وړ ده چې اروپايي هيوادونو تل په خپله لويه وچه برى موندلى وي . په ١٩٩٨ کال کې چې لوبې په فرانسې کې وې کوربه هيواد اتل شو . تر هغې وړاندې په ١٩٩٠ کال کې د ايټاليا اتلولۍ جرمني وگټلې او د ١٩٨٢ کال اتلولۍ چې په اسپانيا کې وې د ايټاليا په برياليتوب پاى ته ورسيدې . د دغو کلونو ترمنځ اتلولۍ چې په مکسيکو ، متحدو ايالاتو او جاپان او سويلي کوريا کې وشوې يو ځل د ارجنتاين او پاتې دوه ځله د برازيل په بري پاى ته رسيدلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د فوټبال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې ختمې شوې17 نومبر, 2005 | خبرونه انگلستان د ٢٠١٨ کال نړيوالې فوټبال اتلولۍ غواړي17 سپتمبر, 2005 | خبرونه تر اوسه چا نړيوالو اتلوليو ته لار موندلې ده11 اکتوبر, 2005 | خبرونه د فوټبال دلوبڅارو په اړه يوه نوې ساينسي څېړنه 17 دسمبر, 2004 | خبرونه اسيا د فوټبال نوې اتلولي پيلوي01 نومبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليولوبې وشوې19 اکتوبر, 2005 | خبرونه انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو د اتلوليو انځوريز رپورټ19 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||