|
د فوټبال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې ختمې شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو لپاره د غوراوي لوبې د اروپا تر لوبو وروسته پاى ته ورسيدې . ترکيه چې په ٢٠٠٢ کال کې د نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې ښه ځليدلې وه او دريم مقام يې خپل کړي و دا ځل اتلوليو ته غوره نه شوه . په استانبول کې تر يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته ترکيې که څه هم سويس ته ٤-٢ ماتې ورکړه خو لومړنۍ لوبه يې ٢-٠ بايللې وه او په دې حساب د دوو لوبو په پاى کې سويس د ترکيې په خاوره د خپلو دوو گولونو په مټ پايلوبو ته د رسيدو وياړ ترلاسه کړ . اسپانيا له سلواکيا سره خپله دويمه لوبه ١-١ مساوي ختمه کړه خو په لومړنۍ لوبه کې اسپانيا ٥-١ بريالۍ شوې وه . چيک جمهوريت له ناروې څخه رواړه لوبې يو - صفر گټلې وې . د اسيا او منځنۍ امريکا د پاتې لوبډلو ترمنځ د لوبې گټونکى د توبيگو او ترينيداد لوبډله شوه . توبيگو او ترينيداد بحرين ته تر دوو لوبو وروسته دوه - يو ماتې ورکړه . لومړنۍ لوبه ١-١ مساوي ختمه شوې وه خو په بحرين کې ر توبيگو او ترينيداد لوبډلې بحرين ته يو صفر ماتې ورکړه . دا لومړى ځل دى چې ترينداد د نړيوالو اتلوليو په لوبو کې د برخې اخيستو وياړ ترلاسه کوي . استراليا يوراگواى ته د پيناتي تر هڅو وروسته ماتې ورکړه او له ١٩٧٤ کال څخه وروسته په لومړي ځل نړيوالو اتلوليو ته غوره شوه . په ٢٠٠٦ کال کې به د جرمني په هيواد کې د نړيوالو اتلوليو په لوبو کې د نړۍ له لرو بر څخه دغه ٣٢ هيوادونه برخه اخلي : اروپا جرمني ( کوربه هيواد ) کرويشيا چيک جمهوريت
انگلستان فرانسه هالنډ ايټاليا پولنډ پرتگال سربيا او مانتينيگرو اسپانيا سويډن سويس اوکراين اسيا جاپان سعودي عربستان سويلي کوريا ايران سويلي امريکا ارجنتاين برازيل ايکوادور پراگاوى شمالي امريکا کاستاريکا مکسيکو ترينيداد او توبيگو متحد ايالات افريقا انگولا گانا عاج ساحل توگو تيونس اوشيانا استراليا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||