BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2004 ,17 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال دلوبڅارو په اړه يوه نوې ساينسي څېړنه
فوټبال
څيړنه وايې چې دا کار ماغزو او سترگو لپاره ډېر پېچلى دى
يوه نوې ساينسي څېړنه ښيي چې د فوټبال لوبڅاري يا ريفريان نه شي کولاى په سمه توگه د آفسايد قانون پلى کړي، ځکه دا کار ماغزو او سترگو لپاره ډېر پېچلى دى چې په دقيقه توگه يې تر سره کړي.

د اسپانوي ډاکتر فرانسيسکو بېلدا ماريوندا له خوا تر سره شوې دا څېړنه د سترگو د خوځښت فيزيولوژۍ باندې چې د آفسايد په اړه د پرېکړې په کولو کې ښکيل دى، کره کتنه کړې.

ډاکتر ماريوندا وايي لوبڅار او د هغه مرستيالان ( ريفريان او لاين منان ) د قضاوت لپاره اړ دي چې په يوۀ وخت پنځه شيان وڅاري، غونډسکه، پاس ورکونکى، چاته چې پاس ورکول کيږي، او دوه د فاع کونکي.

داکټر وايي چې دا کار د انسان د سترگو له توان نه وتلى دى، او ارو مرو تېروتنې پېښيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت