|
د اختر په وياړ په افغانستان کې لوبې وشوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمالي ولايت بلخ او سويلي ولايت هلمند کې د لوى اختر هرکلى د وزلوبو او کورش په تودو سياليو وشو . په بلخ کې د وزلوبې په سياليو کې اته لوبډلې د لومړي ځاى د گټلو لپاره ولاړې وې . د کورش په لوبو کې هم د هلمند ولايت د مرکز او ولسواليو ٧٠ تنه لوغاړي په سياليو بوخت وو . سيالۍ په سړه هوا کې وې . دا د لوبغاړو لپاره په زړه پورې موسم وو خو نندارچيانو ځانونه په خورا تودو جامو کې نغاړلي وو. دغو سياليو ته د لوبو په مينه والو سربيره ځايي چارواکي هم ورغلي وو. د سياليو په پاى کې د دواړو ولايتونو په گټونکولوبډلو او لوبغاړو د ځايي چارواکو له لورې سوغاتونه هم وويشل شول . په افغانستان کې په وروستيو دريو کلونو کې لوبې پراخه شوي او ورسره يو ځاى سياليو زور موندلى ، خو د اخترونو په وياړ سيالۍ له پيړيو راهيسې يو لرغونى دود بلل کيږي . | ورسره تړلي نور خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||