|
په افغانستان کې د اوزلوبو موسم پيل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال كې دا لوبې پيل شوي دي او د هرې جمعې په ورځ د هر ولايت په مركز او ولسواليو كې تر سره كيږي . ټاكل شوې ده چې د روانې اونۍ په اوږدو كې د ولايتونو لوبډلې كابل ته ولاړې شي او د ولايتونو تر منځ په سياليو كې ګډون وكړي . اوزلوبې يو لوبغاړى هغه مهال د جايزې وړ پيژندل كيږي چې د حلال تر كرښې د اوزې يا خوسكي ( له وړاندې حلال شوى ) مړى له ټاكلي ځايه وچت كړي ، د لسګونو اسونو او پهلوانانو له منګولوخوندي له بيرغ راتير او د حلال په كرښه كې يې وغورځوي . په افغانستان كې د منځنۍ اسيا د ازبكستان ، قزاقستان ، قرغزستان او تاجكستان په څېر دا لوبه دوديزه هغه بلل كيږي . د لړم له مياشتې يې لوبې پيليږي او د نوي كال يا نوروز تر لومړۍ ورځې پورې روانې وي . په افغانستان كې اوزلوبه د منځنۍ اسيا د يادو شو هيوادونو له هغې سره توپير لري . معلم جبار د بلخ ولايت د اوزلوبي د لوبډلې له وتلو غړو څخه يو دى . دى وايي دا لوبه په افغانستان كې په دوه ډوله تر سره كيږي . رسمي يې هغه ده چې په پلازمينې كابل كې د ولايتونو د لوبډلو تر منځ تر سره كيږي .په دې لوبه كې لوبډلې د ليګ پر سيسټم ويشل كيږي او ګردې چارې يې د دولت پر غاړه وي . هره لوبډله ١٥ غړي لري چې ١٢ غړي يې په لوبه كې له سيالې ډلې سره لوبيږي او ٣نور غړي يې په احتياطي توګه چمتوالى لري چې كه كوم ملګرى يې له اس وغورځيږي يا د لوبې پر وخت ټپي شي نو بل يې ځاى ونيسي. د لوبډلو ځاى په لوبغالي كې څرګند وي . د خوسكي يا اوزې مړى د دواړو لوبډلو تر منځ د منځوۍ كرښې تر منځ پروت وي . د ميدان د حاكم يا ريفري پر اشاره لوبه پيليږي . نارسمي يا ولسي : نارسمي يې هغه ده چې په خوښيو ، ودونو او يا د چا په وياړ تر سره كيږي . ددې لوبي لګښت د سيمې پانګه وال ، سيمه ييز چارواكي ، قومي مشران او د واده په وياړ يې د زوم كورنۍ او د كوم ميلمه په وياړ چې تر سره كيږي كوربه يې پرې كوي . په دا ډول لوبه كې ٣٠٠ اسونه هم ګډون كولى شي . دلته هر پهلوان هڅه كوي چې اوزه يا خوسكى د حلال تر كرښې راورسوي . په حقيقت كې په دغه ډول لوبه كې د لوبډلو تر منځ سيالي نه وي، د اسونو د خاوندانو او پهلوانانو تر منځ سيالي وي . اسونه په افغانستان كې اوسمهال داسې خلك ساتي چې ډير شتمن وي . د ولايتونو واليان او نور چارواكي هم ورته اسونه لري . پخواني جهادي قوماندانان او ځنې قومي مشران هم د اوزلوبې اسونه ساتي . د لوبې وخت : دا لوبه ټاكلى وخت لري . د يو ساعت لپاره كيږي . د ساعت د سر ٢٠ دقيقې يې لومړنى ميدان بشپړيږي او د ساعت دويمه برخه يې د چاى لپاره تفريح يا وقفه وركوي . د ساعت دريمه او روستۍ برخه چې بيا هم پاتې ٢٠ دقيقې دي لوبه له سره پيليږي . دا دود د رسمي او نارسمي لوبو لپاره په پام كې نيول كيږي . اتلولي : په رسمي لوبه كې اتله هغه لوبډله پيژندل كيږي چې تر ګردو زياتې نومرې يې تر لاسه كړې وې . دې لوبډلې ته د دولت اړوند چارواكي جايزه وركوي . دا جايزه بيا د اړوند ولايت وياړ وي . په نارسمي لوبو كې جايزه د اشخاصو له خوا هغه پهلوان ته وركول كيږي چې اوزه يا خوسكى له ټاكلي ځاى څخه راپورته ، له بيرغ يې واوړوي او د حلال د كرښې تر منځ يې وغورځوي . د اوزلوبې ښه اس : ښه اس د سمند په نامه ياديږي . سمند هغه اس ته وايي چې د غاړې ويښتان ( يالونه ) او له زنګنونو لاندې پښې يې هم تورې وي . نوره څېره يې د اوښ رنګ ولري . دا ډول اسونه وايي اوس ډير لږ پيدا كيږي .په دوم پوړ كې بيا تور ډوله جيګري رنګى اس ډير ستايل كيږي . ددې ډول اس تندى سپين خال لري . په دريم پوړ كې موشكي اس راځي . موشكي هغه اس ته وايي چې تك تور وي او تندى يې سپين وي . خو معلم جبار وايي چې ښه اس هغه دى چې ډير وځغلي او چټګه ځغاسته ولري . ستره ونه ولري . د خوسكي يا د اوزې د راجيګولو پر وخت د اوزې يا خوسكي پر سر ودريږي . كله چې پهلوان خوسكى راپورته كړي اس پر نورو سيالو اسونو ورټوپ كړي او ځان مخامخ بيرغ ته او له هغه ځايه بيا د حلال كرښې ته ورسوي او هماغلته ودريږي . د اوزلوبې د اس پالنه : د اوزلوبې اس ته د وري او غو يي په مياشتو كې شنه بوټي وركول كيږي . زياتره هغه خلك چې دا ډول اسونه ساتي په يادو شوو ٢ مياشتو كې شفتلې وركوي . پنځه پرله پسې مياشتې بيا ځاى په ځاى ولاړ وي او وربشې وركول كيږي . د اوزلوبې د موسم له رارسېدو څخه يوه مياشت وړاندې اس په ازاده هوا كې ګرځول كيږي چې لوبې ته چمتو شي . معلم جبار واىى دى هغه وخت په خپل اس او په خپلې وړتيا وياړي چې اس يې ډير ه چټكه ځغاسته كوي او اوزه يا خوسكى هم ورسره وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||