|
په ٢٠٠٥ کال کې د افغانستان لوبو ته کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ٢٠٠٥ کال کې افغانستان د کريکټ ، فوتبال ، کراتې او وزن پورته کولو په لوبو کې ځينې برياليتوبونه لرل . په فوتبال لوبه کې افغانستان سرېلنکا ته ماتې ورکړه . په کريکټ لوبو کې يې ايران ، ماليزيا او يو شمير نورو هيوادونو ته ماتې ورکړې . په کراتې او وزن پورته کولو کې يې د اسيا او نړۍ په کچه ځينې مډالونه ترلاسه کړل . خو مهمه لاسته راوړنه يې ښايي دا وه چې د همدې کال په ترڅ کې د افغان نجونو لوبغاړو برخه په زياتيدو شوه . اوس په افغانستان کې ٢٠٠٠ نجونې په بيلا بيلو لوبو کې بوختي دي . ارش پاکطين په ٢٠٠٥ کال کې د افغانستان لوبو ته داسې کتنه کوي . په افغانستان کې د لوبغاړو ستونزې او هيلې په پلازمينې کابل کى حضورى چمن يو دهغو ځايونو څخه دي چى ېو زېات شمېر دفوټبال، کرکټ او دداسې نورو برخو لوبغاړي په کې په لوبو بوخت دي. حضوري چمن اوس مهال په يوه سپيره ډاگ بدل شوي ، خو افغان ځوانان د لو بغالو د نشتوالي نه، داهم غنيمت گڼي چې دغلته فوټبال، کرکټ او نورې لوبي کوي. په افغانستان کې لوبغاړي دمناسبو لوبغالو دنشتوالي له امله نشي کولې چې خپل سپورټې تمرېنات په ښه تو گه ترسره کړي. نو ځکه دغه زېاتره لوبغاړي اوس مهال دښونځېو په مېدانونو، په وچو چمنونو او زړو کورونو کي سپورټې تمرېنات کوي. له دغو ستونزو سر بېره زېاتره لوبغاړي داقتصادي ستونزو له امله نشي کولى چې ښه خواړه وخوري او مصرف شوې انرژى بېرته واخلي. خو سره له دې بېاهم غواړي چې د سپورت له لاري ښه روغتيا ولري. دافغانستان په بېلابېلو سيمو کى ځوانان په ځانگړو موخو سپورټ کوي لکه دسالمې روغتيا ترلاسه کول، ځواکمنېدل او په نړېوالو لوبو کې گډون شامل دي چى بېا وروستنې برخې ته يي زېاتره ځوانان هېله مند دي. ځکه چى غواړي په نړېوالو لوبو کې وځلېږي چې له دې لاري خپل هېواد ته وېاړ وگټي. اوس مهال په افغانستان کې ډېر ځوانان په فوټبال، کريکټ ، والېبال، باسکټبال ،دبدن دغړو ښکلا ،سوک وهلو تکوانډو، کاراټه، غېږ ې نېول او داسې نورې لوبې ترسره کوي. له بلې خوا افغان نجونې هم نژدې د سپورت په ١٤ څانگو کې لکه جېدو، والېبال، فوټبال بيډ مينټن، سوک وهني، شطرنج، تکوانډو، کاراټه ،باسکتبال او داسى نورو برخو کى سپورټ کوي.
خو له دې سره سره دنورو ولاېتونو په پرتله په کابل هرات او بلخ ولاېتونو کې د نجونو ځېنې کلبونه پرانستل شوي دي چې نژدى ٢٠٠٠ نجونې په کې په بېلابېلو برخو کې سپورت کوي. دتکواندو دملي لوبډلې روزونکې روېا زمانې وايي: (زېاتې نجونې رزمي سپورتونو ( لکه تيکواندو او جوډو ) ته علاقمندې دې، نه ېوازى تکواندو بلکه وشو کاراټه او داسې نور. اصلي ستونزه دلته ده چې زېاتره کورنې او ټولنه ددې مخالفه ده چې ېوه نجلۍ رزمي سپورټ وکړي.او دکورنۍ او ټولنې دهمدغه فشار لامل دي چى زېاتره نجونې نشي کولى دغو لوبو ته مخه کړې. او په حقېقت کى نجونې روحآ او جسما ډېر زېات رزمى لوبو ته علاقمندې دي او له ټولونه جالبه داده چې موفقې هم دي) په افغانستان کې دفوټبال دملي لوبډلې دټاکلو په موخه دالمپېک دملي کمېټې لخوا دکابل په لوبغالي کې ځيني لوبې تر سره شوې. چې په پايله کې ېې ځېنې لوبغاړي د فوټبال دملي لوبډلې لپاره وټاکل شول. دافغانستان د بېلابېلو فدراسېونونو لوبغاړو په نړېوالو او آسېايې لوبو کې تر گډون وروسته په ډېرو لوبو کې او په ځانگړې توگه په فوټبال کې پاتې راغلل چې يو شمير لوبغاړي او روزونکي ددې ماتې لامل په ملي لوبډله کې د وړتيا لرونکو کسانو نتشوالى ، دالمپيک دملي کمېټې لخوا لوبغاړو ته نه پاملرنه او شخصي اړېکي بولي. دپامېر ټېم کپېټان حبېب نېازى پدى اړه واېي: دبلې خوا دافغانستان دالمپېک د ملى کمېټۍ چارواکي ، په نړېوالو او آسېاېې لوبو کى دېو شمېر فدراسېونونو دلوبغاړو گدون لوى برياليتوب گڼې . په نړېوالو او آسېاېې لوبو کى دافغانستان د تکواندو،جودو،کورش،کريکت،سوک وهنې ،کاراته،بيډ مينټن،پېنگ پانگ،دبدن دغړوښکلا، وز ن پورته کول شطرنج او تينس لوبغاړي توانېدلي چى ځېنې برياوى ترلاسه کړي. دالمپېک دملې کميټي دخپرونو مرستيال عارف پيمان پدى اړه وويل: (په آسېاېې ډله ېزو لوبو کي دافغانستان دکريکټ او والېبال لوبډلي لمړي مقام تر لاسه کړ په افغانستان کې دنجونو لوبې همدارنگه دافغانستان ښځېنه لوبغاړې هم توانېدلې چى دبيټ منټن،ټکواندو،کاراټه او والېبال په آسېاېې لوبو کى گډون وکړې او ځېنې برياوې ولرى.خو دهلکانو په پرتله دنجونو برياوېي لږې دى. پدى وروستېو کى دنجونو دتکواندو لوبډ لې داېران دفجرد لوبو څخه ځېنې لاسته راوړنې هم درلودى خو ددغې لوبډلي ترېنره رويا زمانې دالمپېک دملى کمېټې دلوبغاړو دقرنطېن څخه سرټکوى او وايې: (مونږ خپل هېواد کى حد اقل ېوه مېاشت ېا درېش ورځې قرنطېن نه ېو. له بلې خوا عارف پېمان دلوبغاړو دقرنطين په اړه دالمپېک نظر داسى څرگندوي: (دالمپېک ملى کمېټه له ځانه سره ېو نورم لرى کله چى زمونږ لوبغاړو ته بلنه ورکول کېږى هغوې دېو مېاشتې او ېا شل ورځو په شاوخوا کى هر څومره ورځې چى وخت ولرى دالمپېک دملى کمېټې لخوا دقرنطېن لاندى ساتل کېږى. پر دې سر بيره سږ کال دافغانستان د معېوبېنو دوشو، بيټمېټن، کورش څانگو هم دنړېوالو فدراسېونونو غړېتوب ترلاسه کړ او دالمپېک دملى کمېټې دبېلابېلو څانگو ترېنران هم په بهرنېو کورسونو او سېمېنارونوکى دالاښې لارښونې په موخه يو څه زده کړي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||