 | | | د ٢٠٠٤ کال په المپيک لوبو کې افغان نجونو په ځغاسته او جوډو لوبو کې برخه واخيسته خو لکه څرنگه چې په دغه تصوير کې نړيوالې لوبغاړې گتيالۍ ښکاري افغان نجونه لا دې پړاو ته نه دي رسيدلي |
د افغانستان د ملي المپيک کميټه وايي چې په تيرو دريو کلونو کى سربيره پردې چې د هلکانو لپاره لوبيزکلبونه جوړ شوي دي د دې هيواد د نجونو لپاره هم په لسگونو کلبونه د تمرين کولو په نيت جوړ شوي دي . ځينې افغان لوبغاړې چې په دې وروستيو کې د آلمان له هيواد څخه له يوۀ لوبيز سفر نه راستنې شوې دې وايي چې بهرنيو هيوادونو ته لوبيز سفرونه د لوبغاړو د ښوونيز وضعيت د ښه والي لپاره اړين دي. په دې ورستيو کې د فوټبال د ملي لوبډلې٢٨ تنه لوبغاړي او همداراز د کابل ښار د فوټبال د لوبډلو ٧ تنه نجونې د يو لړ دوستانه لوبو د ترسره کولو او په يوه ښوونيز سيمينار کې د گډون لپاره آلمان ته تللې وې.
|