BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2006 ,28 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د تيکواندو په لوبه کې لومړى مقام وگاټۀ
مډالونه
د افغان لوبغاړو بل گام به د المپيک په لوبو کې د مډالونو گټل وي .
په هند کې د تيکواندو په لوبو کې تر ځليدو وروسته نن ( د کب ٩ د فبروري ٢٨ ) کابل ته په رارسيدو د افغان لوبغاړو تود هرکلى وشو .

هلته د اوو هيوادونو ترمنځ د تيکواندو لوبو په ترڅ کې افغان لوبغاړو د سرو زرو د ١٥ مډالونو په گټلو اول مقام وگاټۀ .

افغان لوبغاړو چې په بيلا بيلو وزنونو کې يې سيالي کوله د سپينو زرو او ژيړو اته مډالونه هم خپل کړل .

د افغانستان د المپيک کمېټې مشر انور جگدلک دا برياليتوب د خپل هيواد لپاره لوى وياړ وبالۀ .

له بي بي سي سره د خبرو پر مهال ښاغلي جگدلک وويل :

(( د افغان لوبغاړو شرايطو ته په پام سره دا ډيره ښه نتيجه ده . موږ ترې راضي يوو . ))

بدام گل ساپى يو له افغان لوبغاړو څخه دى دۀ وويل (( خوشاله يم چې خپل هيواد ته وياړ گټم . خو په هيله يم چې افغان دولت به زموږ د لوبو شرايط ښه کړي ، موږ ځاى نه لرو . ))

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په بيلا بيلو نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړي ښه ځليدلي دي خو لوبيز شرايط يې لا هم هغسې نه دي چې پکار دي .

تيره اوونۍ د افغانستان د کريکټ لوبډلې د کريکټ د اسيايي شورا د منځني ختيځ په اتلوليو کې دويم مقام ترلاسه کړ .

څو مياشتې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې د سويلي اسيا په اتلوليو کې سرېلنکا ته ماتې ورکړه .

د غيږ نيولو او جودو په لوبو کې هم افغان لوبغاړو يو شمير برياليتوبونه لرلي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت