|
د کريکټ په سياليو کې افغانستان پر مخ لاړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کويت کې د اسيا د کريکټ فدراسيون له خوا د منځني ختيځ د اتلوليو په يوه لوبه کې نن ( د کب ٢ د فبروري ٢١ ) د افغانستان او بحرين تر منځ د باران له امله نيمگړې پاتې شوه . په دغه لوبه کې افغانستان لومړى د منډو جوړولو نيت وکړ او په ٢٧ اوورونو کې يې د يوۀ لوبغاړي په سوځيدو ١٢٧ منډې وکړې . له دې وروسته باران وشو او لوبه نيمگړې پاتې شوه . د منځني ختيځ په اتلوليو کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخلي چې ورسره کوربه هيواد کويت ، ايران ، سعودي عربستان او بحرين هم گډون کوي . افغانستان په لومړنيو دوو لوبو کې سعودي عربستان او کويت ته ماتې ورکړي دي . سبا به افغان لوبغاړي له ايران سره لوبه کوي . ايران تر اوسه خپلې ټولې لوبې بايللي دي او په تيرو سياليو کې افغانستان څو ځلي ايراني لوبغاړو ته په اساني ماتې ورکړي نو په دې حساب نژدې ښکاره ده چې افغانستان به د منځني ختيځ د اتلوليو پايلوبې ته لاره مومي . دغه پايلوبه د جمعې په ورځ کيدونکې ده . په دغو سياليو کې د افغانستان لوبډله له دغو لوبغاړو جوړه شوې ده : رئيس احمدزى(کپتان)،نوروزمنگل( مرستيال)،دولت خان احمدزى، کريم صادق محمدنبى، هستي گل،جلات خان شير، عبدالناصر، اصغراحمدزى، رحمت ولى، سميع الله شينوارى، حميدحسن، شاهپورځدراڼ، عبدالشکور او نورعلي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان سعودي او کويت ته په کريکټ کې ماتې ورکړه19 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||