BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:53 گرينويچ 2006 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان سعودي او کويت ته په کريکټ کې ماتې ورکړه
کريکټ لوبې
د منځني ختيځ په کريکټ سياليو کې افغانستان ، کويت ، سعودي عربستان ، بحرين او ايران برخه اخلي .
افغانستان د کريکټ د نړيوالې ټولنې د منځني ختيځ په اتلوليو کې سبا ( د کب ١ د فبروري ٢٠ ) له بحرين سره لوبه کوي .

دغه سيالۍ په کويت کې روانې دي چې له کوربه هيواد کويت سره افغانستان ، بحرين ، ايران او سعودي عربستان هم پکې برخه وال دي .

افغانستان په خپلو لومړنيو دوو لوبو کې سعودي عربستان او کويت ته ماتې ورکړي دي .

په دغو سياليو کې به هر هيواد له بل سره لوبه کوي او تر ټولو بريالۍ دوه لوبډلې د جمعې په ورځ ( د فبروري ٢٤ د کب ٤ ) پايلوبه کوي .

د منځني ختيځ په دغو کريکټ سياليو کې عربي هيوادونه ، بحرين ، سعودي عربستان او کويت په دې پياوړي گڼل کيدل چې ډير لوبغاړي يې د هند د نيمې دي . دا هغه کسان دي چې اوس يې د دغو هيوادونو تابعيت موندلى دى .

افغانستان په لومړنۍ لوبه کې له سعودي عربستان څخه د ٢٠٠٠ نندارچيانو په شته والي کې لوبه په ٩١ منډو وگټله .

افغانستان د نوروز منگل د ٥٨ منډو په مټ سعودي عربستان ته د ٢٥٨ منډو هدف ټاکلى و خو سعودي لوبغاړي ونه توانيدل چې لوبه وگټي .

د افغانستان دويمه لوبه له کوربه هيواد کويت سره وه چې د تيرې شنبې په ورځ وشوه .

کويت په خپلې لومړنۍ لوبې کې ايران ته په ٢٢٦ منډو ماتې ورکړې وه او داسې ښکاريدۀ چې د خپل کور په لوبغاليو کې به يې ماتول گران وي .

خو له افغانستان سره کويت لومړى منډو جوړولو ته ملا وتړله او د ١٨٦ منډې هدف يې وټاکۀ .

په ځواب کې افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځيدو دغه منډې وکړې او لوبه يې وگټله .

د افغانستان له لورې کپتان ريس احمدزي ٣٨ او سميع الله ٤٦ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيدل .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت