|
افغانستان په کريکټ لوبه کې له ايران سره سيالي کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له ١٩ کالو څخه د کشرو لوبغاړو افغان کريکټ لوبډله د شنبه په ورځ ( ٢٠ لړم ١١ نومبر ) له ايران سره په نيپال کې لوبه کوي . دغه سيالۍ د ٢٠٠٧ کال د ١٩ کلنو کريکټ نړيوالو اتلوليو لپاره د غوراوي لوبې دي . افغانستان په بي گروپ کې له ايران ، کويت او متحدو عربو اماراتو سره دى . په خپلې لومړنۍ لوبې کې افغانستان له کويت څخه لوبه د شپږو لوبغاړو په سر وبايلله . په هغې لوبې کې چې د سه شنبه په ورځ په نيپال کې ترسره شوه افغانستان ٢٠٠ منډې وکړې خو په ځواب کې يې د کويت لوبډلې ټاکلى هدف د څلورو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه کړ . د اسيا په لويه وچه کې له هند ، سرېلنکا ، پاکستان او بنگله رېش څخه وروسته عرب امارات او کويت تر ټولو غښتلې کريکټ لوبډلې گڼل کيږي ځکه چې لوبغاړي يې د هند د نيمې وچې پخواني اوسيدونکي دي . افغانستان به خپله دريمه لوبه د دوشنبه په ورځ له عربو اماراتو سره کوي . دغو سياليو کې ١٥ هيوادونه برخه اخلي چې په څلورو گروپونووېشل شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||