BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:44 گرينويچ 2005 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان بروناى ته هم ماتې ورکړه
News image
په جگړه ځپلي افغانستان کې اوس کريکټ لوبه ډيره غوړيدلې ده
د اسيا د ١٧ کلنو کريکټ لوبغاړو په سيالۍ کې به افغانستان په منځلوبو يا کواټرفاينلز کې له کوربه هيواد ماليزيا سره لوبه کوي .

افغانستان د سي گروپ په گټلو سره نن هغه وخت منځلوبو ته ورسيد چې د بروناى لوبډلې ته يې په ٣٤٤ منډو ماتې ورکړه .

بروناى د شير خط تر گټلو وروسته افغان لوبغاړو ته لومړى د منډو جوړولو بلنه ورکړه .

افغانستان په خپل ټاکلي وخت کې د نهو لوبغاړو په سوځيدو ٣٥٦ منډې جوړې کړې او په ځواب کې يې د بروناى ټوله لوبډله ايله په ١٢ منډو وسوځوله او په دې توگه يې لوبه په ٣٤٤ منډو وگټله .

د افغانستان له لورې نن محمد شاه ١١١ منډې وکړې خو بل افغان لوبغاړى عزت الله د ٦٣ منډو او څلورو لوبغاړو په سوځولو ښه وځليد دا د اسيا د ١٧ کلنو لوبغاړو په سيالۍ کې د افغانستان دوهم پرله پسې برى دى .

 افغان لوبغاړي عزت الله په دواړو لوبو کې ښه وځليد .

د جمعې په ورځ افغان لوبغاړو د نيپال تکړه لوبډلې ته په ٤٩ منډو ماتې ورکړې وه . دا لومړنى ځل دى چې افغان لوبغاړي د اسيا د کريکټ د ١٧ کلنو لوبغاړو په سيالۍ کې برخه اخلي .

له نيپال سره په لوبه کې د افغانستان لوبغاړى عزت الله د لوبې غوره لوبغاړى تر هغه وروسته وپېژندل شو چې ٢١ منډې يې جوړې کړې او پنځه نيپالي لوبغاي يې وسوځول

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت