|
افغانستان ايران ته په کريکټ لوبه کې ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کريکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په يوه لوبه کې چې په نيپال کې ترسره شوه افغانستان ايران ته په ٢٧٠ منډو ماتې ورکړه . د اسيا د لويې وجې د غوراوي په دغو سياليو کې ١٥ هيوادونه برخه اخلي . افغانستان په بي گروپ کې له کويت او متحدو عربو اماراتو سره دى چې خورا غښتلې لوبډلې لري . له ايران سره په لوبه کې افغانستان افغان لوبغاړي له پيله برلاسي وو . د يادونې وړ ده چې ايران له کويت او اماراتو هم ماتې وخوړې . افغانستان په لومړي ځل د غوراوي په دغو لوبو کې برخه اخيسته . د ايران په وړاندې د افغانستان له ښه بري سره هم د بي له گروپ څخه کويت او عرب امارات منځلوبو يا کواټر فاينل ته ورسيدل . کويت خپلې درې سره لوبې وگټلې . عرب امارات له کويت څخه تر ماتې وروسته پاتې دوه لوبې وگټلې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||