BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:21 گرينويچ 2005 ,05 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان ، نيپال ته ماتې ورکړه
News image
په افغانستان کې اوس د کريکټ لوبه ډير مينه وال لري .
د اسيا د ١٧ کلنو کريکټ لوبغاړو په سيالۍ کې نن افغانستان نيپال ته په ٤٩ منډو ماتې ورکړه .

په ماليزيا کې د ١٤ اسيايي هيوادونو ترمنځ په ترسره کيدونکو دغو سياليو کې لومړى افغانستان په لوبې پيل وکړ او په ټاکلي وخت کې يې د اتو لوبغاړو په سوځيدو ١٧٦ منډې وکړې چې په ځواب کې د نيپال لوبغاړو ايله ١٢٧ منډې درلودې او ټول لوبغاړي يې وسوځيدل .

د اگست په ٨ نېټه به افغانستان خپله دوهمه لوبه له بروناى سره کوي .

د اسيا د ١٧ کلنو کريکټ لوبغاړو په دغې سيالۍ کې افغانستان په سي گروپ کې دى چې نيپال او بروناى هم ورسره دي .

په اې گروپ کې بحرين ، قطر ، هانگ کانگ او عمان له يو بل سره مخامخ دي ، په بي گروپ کې سعودي عربستان ، کويت ، بوټان او سينگاپور لوبې کوي او په ډي گروپ کې متحد عرب امارات ، ماليزيا او تايلند يو ځاى شوي دي .

دغه سيالۍ به د اگست په ١٣ نېټه پاى ته رسيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت