BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:34 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان به د اسيا د ١٩ کلنو په کريکټ سيالو کې برخه اخلي
د پاکستان شاهد اپريدي په پيل کې د ١٩ کالو نه د کشرو لوبغاړو په سياليو کې نوم گټلى و .
افغانستان به د اسيا د کريکټ شورا د ١٩ کلنو لوبغاړو په سياليو کې برخه اخلي چې د نيپال د کريکټ ټولنه يې کوربنه ده .

دغه لوبې به د نومبر له ٩ تر ١٩ نېټې پورې په کټمنډو کې ترسره کيږي . افغانستان په بي گروپ کې له متحدو عربو اماراتو ، ايران او کويت سره دى .

د دغو سياليو گټونکى به راتلونکى کال د ١٩ کلنو لوبغاړو د کريکټ په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي

په دغو سياليو کې به ١٥ لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو گروپونو وېشل شوې دي . د گروپ وېش په کلالمپور کې د پنجشنبه په ورځ د اسيا د کريکټ د پرمختيا د منيجر سلطان رانا او د ماليزيا د کريکټ ټولنې د وياړي مشر سيوندان چيندورايي په شته والي کې وشو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت