|
استراليا په کريکټ کې نړيوالې لوبډلې ته ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ د درو يو ورځنيو او يوې شپږ ورځنۍ لوبې د لړيو لومړنۍ لوبه وه . استراليا لومړۍ منډې جوړې کړې او د اتو لوبغاړو په سوځيدو يې ٢٥٥ مندې وکړې . په ځواب کې د نړۍ لوبډله ايله په ١٦٢ منډو وسوځيده . د نړۍ په لوبډله کې د انگلستان ، هند ، پاکستان ، سويلي افريقا او سرې لنکا دوه دوه لوبغاړي ، د ويسټ انډيز او هند يو يو لوبغاړى شامل وو . د پاکستان پښتون لوبغاړى شاهد اپريدى هم په دې لوبه کې غوره شوى و خو ايله په دوه منډو وسوځيد . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||